CRI Online

د هند د دفاع وزير منوهار پاريکر له امريکا څخه ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 09:37:58

د هند د دفاع وزير منوهار پاريکر د اګست په ٢٩ مه نېټه له امريکا څخه څلور ورځنۍ ليدنه پيل کړه، دا په اتو مياشتو کې امريکا ته د نوموړي دوهم ځل سفر دی. د هندي رسنيو په قول د نوموړي د روان سفر عمده مطلب د لوژيستيک تبادلې د يادښت لاسليک کول دی.

په تېر اپريل کې له هند څخه د امريکا د دفاع وزير استون کارتر د ليدنې په ترڅ کې دواړه خواوې د پوځي اډو د شريک کولو په اړه د لوژيستيک تبادلې په يادښت موافقې ته رسيدلې چې له مخې به يې يو بل ته ځواکونه ونه ليږي او د مالونو د ليږدولو، د سامانونو د ترميمولو او د کسانو تنظيمولو په موخه به خپلې پوځي اډې شريکې کړي.

د هندو ورځپانې په ٢٩ مه نېټه خبر ورکړ چې د پاريکر د روان سفر هدف په رسمي توګه د دغه يادښت لاسليک کول دي، برسيره پردې دواړه خواوې به په خپلو پوځي اډو کې د مخابراتو د تأمينولو او د مالونو د ترانزيټ په برخو کې د همکارۍ تړون هم لاسليک کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای