د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک د معيوبينو ١٥مې دورې لوبو ته د چيني پلاوي د حرکت غونډه د اګست په ٢٩مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه، ٣٠٨ تنه چيني لوبغاړي به ريو ته ولاړ شي او په سياليو کې به ګډون وکړي.
د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په همدې ورځ د خلکو په لوی تالار کې له دغه پلاوي سره وکتل او د دوی هڅونه يې وکړه.
د اولمپيک د معيوبينو ١٥مې دورې لوبې به د راتلونکي سپتمبر له ٧مې نېټې څخه تر ١٨مې نېټې پورې د برازيل په ريو کې ترسره شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |