CRI Online

سپينې ماڼۍ:په هانګ جو کې به د شي جين پينګ او اوباما ترمنځ ملاقات د امريکا او چين ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي توپيرونه به حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 11:12:31

د چين د نيوژ اژانس د خبر له مخې، د ملي امنيتي چارو په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال بن روځ د اګست په ٢٩ مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې يوه خبري ناسته کې اسيا ته د ولسمشر بارک اوباما د راتلونکي سفر په اړه معلومات ورکړل او په خپلو خبرو کې يې وويل چې اوباما به د سپتمبر له دوهمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې چين او لاوس ته سفر وکړي او د سفر په ترڅ کې به د شلو هېوادونو ډلې د هانګجو په سرمشريزه غونډه، د امريکا او اسيان په سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. دا به له ٢٠٠٩ کال راهيسې کله چې نوموړی دندې ته راغلی له اسيا څخه د ده يوولسمه ليدنه وي.

بن روځ وويل، چې اوباما به د چين په هانګ جو ښار کې د چين د دولت له رئيس شي جين پينګ سره ملاقات وکړي او د ملاقات په ترڅ کې به په ګډو ګټو لرونکو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او په ځينو برخو کې د خپلمنځي توپيرونو د هواري په اړه خبرې اترې وکړي، دغه راز د نړيوال اقتصاد، له اقليمي بدلون سره د مقابلې، د ايران د ذروي تړون له لارې د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د شمالي کوريا د ذروي مسئلې په شمول يو شمېر برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ته کتنه وکړي او په انټرنيټي امنيت او داسې نورو موضوعاتو به هم بحث وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای