CRI Online

امريکا او هند د لوژيستيکې همکارۍ ياداشت لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 11:13:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا او هند د دفاع وزارتونو د اګست په ٢٩ مه نېټه په واشينګټن کې په رسمي توګه د لوژيستيکي تبادلې ياداشت لاسليک کړ چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو ځواکونه د اکتمالاتي مالونو د ترانزيټ، د سامانونو د ترميم او د کسانو د تنظيم په شمول د بېلابېلو لوژيستيکي چارو د ترسره کولو په موخه د يو بل پوځي اډې کارولی شي.

د امريکا د دفاع وزير اشټون کارتر او د هند د دفاع وزير منوهار پاريکر په همدې ورځ يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې د دغه ياداشت هرکلی وکړ او دا يې د دواړو پوځونو د ګډو پوځي تمرينونو او نورو ګډو عملياتو لپاره ګټور وباله. خو دواړو خواوو په عين وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې امريکايي ځواکونه به په هند کې ميشت نه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای