CRI Online

امريکا له ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې په ټول ځواک له داعش سره جګړه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 11:26:18

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزير اشټن کارتير د اګست په ٢٩مه نېټه په پنتاګون کې په دې اړه چې ترکيې پر کرديانو حمله کړې، له ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې دغه عمل وځنډوي او په ټول ځواک له داعش سره دې جګړه وکړي.

ترکيې د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه د کرديانو په موخه ځانګړي نظامي عمليات پيل کړی او په ټانکونو او جنګي الوتکو يې د ترکيې او سوريې په سرحد کې پر داعش او کرديانو حملې کړې او کوي يې. دغه راز د سوريې وضعيت او د امريکا، سوريې او کرديانو تر منځ اړيکې لا نورې پيچلې شوې دي.

د ترکيې حکومت له اوږدې مودې راهيسې کرديان ترهګريز سازمان بولي. په عين وخت کې کرديان له داعش سره جګړه کوي، نو د امريکا لخوا ملګري ګڼل کېږي او په دوامداره توګه يې د وسلو او روزنې په برخو کې د امريکا ملاتړ تر لاسه کړې او کوي يې.

کارتير وويل، ترکيه او کرديان د داعش پر ضد مبارزې په برخه کې د امريکا مهم ملګري دي. امريکا به له دغو دواړو خواوو سره همغږۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای