CRI Online

د بې ذروي نړۍ د جوړولو په اړه نړيواله غونډه په قزاقستان کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 14:30:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بې ذروي نړۍ د جوړولو په اړه نړيواله غونډه د اګست په ٢٩ مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پرانيستل شوه.د دغې غونډې هدف د قزاقستان د سيميپلاتينسک د ذروي ازموينې مرکز د بندېدو د ٢٥ مې کاليزې يادونه او په ذروي ازموينو او چاودنو کې له وژل شويو سره غمرازي ده. په دغه غونډه کې د يو شمېر نړيوالو سازمانونو او د ٥٠ هېوادونو سياستوالو او مشهورو شخصيتونو په بشپړه توګه د ذروي ازموينې د ممنوعيت او د انسانانو د امنيت ساتنې، د ذروي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د نړيوال امنيت د پياوړتيا په شمول يو شمېر موضوعاتو بحث وکړ.

د قزاقستان ولسمشر نظربايف په دې غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې ٢٥ کلونه دمخه قزاقستان د سيميپلاتينسک د ذروي ازموينې مرکز د دايمي بندولو پريکړه کړې وه . قزاقستان پخپله خوښه له ذروي وسلو څخه لاس اخيستی او په دې توګه يې د سوله ييز پرمختګ او د ذروي وسلو د کمښت په برخو کې ښه نمونه جوړه کړې وه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای