CRI Online

بان کي مون د شلو هېوادونو د ډلې د سرمشريزې غونډې د تر سره کولو په برخه کې د چين لارښوونکی رول وستايه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 15:17:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م عمومي منشي بان کي مون چې ژر به په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو د ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي، په دې وروستيو ورځو کې له چيني خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د دواملرونکي پرمختګ،د اقليمي بدلون په شمول ډېرو مسئلو ته د دې غونډې برخه والو د پام راجلبولو په برخه کې د چين رول وستايه او هيله يې وښودله چې دغه غونډه د ٢٠٣٠کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا او د اقليمي بدلون په هکله د پاريس تړون د پلي کولو لپاره ګټوره وي.

د دغې غونډې عمده موضوع د نوښت،خوځنده ځواک لرونکي نړيوال اقتصاد پرمختګ دی چې له دې جملې څخه ګډ پرمختګ د پاملرنې وړ موضوع ده.د نړيوال اقتصادي حالت پېچليتوب او د سوداګرۍ ساتونکو د غوښتنو زياتوالي حالت د دې غونډې عمده موضوعګانو په توګه د اهمنيت وړ دي. بان کي مون وويل(اواز.....) د چين هغه رول ستايم چې د يادې غونډې عمده موضوع يې د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجنډا او د اقليمي بدلون په هکله د پاريس تړون پر پلي کولو بدل کړې دي.

بان کي مون وويل چې د اقتصادي سمسورتيا د وروالي ،د کورنيو اړتياوو او د پانګونو د کموالي او د بې کارانو شمېر د زياتوالي له امله اوس نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حال کې دی.د جي شل غړي د هغې اقتصادي ډلې استازيتوب کوي چې اقتصادي پيمانې لويې،سرچينې او شتمنۍ يې ډېرې دي.هغه هيله لري چې په دې سرمشريزه غونډه کې برخه وال د اقتصادي ستونزو په باب بحث وکړي.

د دې ترڅنګ همدارنګه هغه زياته کړه چې دواملرونکی پرمختګ او اقليمي بدلون د دې غونډې د کليدي برخې په توګه وټاکل شوي. داسې ښکاريږي چې د چين تر لارښوونې لاندې د دې غونډې پام د نړيوال پولي بحران له ادارې څخه پر نړيوال پرمختګ بدل شوی دی.بان کي مون وويل (اواز.........) د م م د عمومي منشي په توګه له چين څخه ډېره مننه کوم چې د جي شل غونډې په اجنډا کې يې د دواملرونکي پرمختګ جنډا زياته کړې ده.دا لومړی ځل دی چې د جي شل په تاريخ کې د سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو ترڅنګ د دواملرونکي پرمختګ او اقليمي بدلون په باب بحث کيږي.

د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا په دې وروستيو کلونو کې د م م له خوا تر لاسه شوې يوه مهمه لاسته راوړنه ده.تېر کال د م م د جوړېدو د اويايمې کاليزې د لمانځنې په يو لړ غونډو کې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو دغه اجنډا تصويب کړه چې پکې اوولس لويې او يو سل او نهه شپېته مشخصې موخې شاملې دي.دا د دواملرونکي پرمختګ په هکله لومړی لارښوونکی سند دی چې د حاکميت لرونکو هېوادونو له خوا په ګډه تصويب شوی دی.

د اقليمي بدلون په هکله د خبرو اترو د عمده پرمخبيونکي په توګه بان کي مون هم هيله څرګنده کړه چې د جي شل بېلا بېل غړي هېوادونه ژر تر ژره د دې غونډې په کارولو سره د اقليمي بدلون په هکله د پاريس د تړون قانوني شفافيت بشپړ کړي.هغه وويل (اواز..........)د روان کال تر پايه پورې د پاريس تړون د پلي کولو لپاره ډېرې هڅې کوو او د چين له هغې ژمنې څخه مننه کوم چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اعلان کړی چې له دې غونډې نه مخکې دغه تړون منظور کړي چې دا يو ښه خبر دی.هيله لرم چې نور هېوادونه په تېره بيا د جي شل غړي هېوادونه د پاريس تړون د قانوني شفافيت د بشپړولو لپاره خپل ګامونه چټک کړي.د خبر له مخې پر بان کي مون سربېره د نړيوال بانک مشر او د نړيوال پولي صندوق عمومي مدير په شمول د ځينو نړيوالو سازمانونو مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای