CRI Online

اروپا: تي تي ای پي خبرې اترې لاهم روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 15:50:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د اروپايي ټولنې د کمېټې لومړي وياندمارګريتيس سکيناس د اګست په ٢٩ مه نېټه وويل، چې د پان اتلانتيک سوداګرۍ او پانګونې په اړه د اروپا او امريکا ترمنځ د همکاريو اړيکو تړون يعنې د تي تي ای پي په اړه خبرې لاهم په سالمه توګه روانې دي او دا شونتيا لاهم شته چې د سږکال تر پايه مخکې دغه خبرې اترې پای ته ورسيږي.

نوموړي وويل، چې خبرې اترې کليدي پړاو ته ننوتلې دي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې اروپا به د دغه تړون له امله د امنيت، روغتيا، ټولنې او دېټه د ساتلو په اړه خپل ميعار ټيټ نه کړي او خپل غني کلتور به خراب نه کړي.

د جرمني د اقتصاد وزير سيګمار ګابرېل په ٢٨ مه نېټه د جرمني له تلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې وويل، واقعا تي تي ای پي خبرې اترې ناکامې شوې دي. د جرمني د حکومت وياند ستېفن سېبرت په ٢٩ مه نېټه په برلين کې وويل، د صدراعظمې انګيلا ميرکل نظر له ګابرېل سره توپير لري، د مېرکل په اند د تي تي ای پي خبرو اترو د کاميابېدو شونتيا لاهم شته.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای