د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست د ٣٠مې نېټې په سهار د قرغېزستان په پلازمينه بېشکيک کې د چين په سفارت کې چاودونه وشوه. د قرغېزستان د روغتيا وزارت د خبر له مخې، د دې چاودنې له امله ١ تن مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چاودنې له رامنځته کېدو وروسته د پېښې په ځای کې د قرغېزستان د صدراعظم مرستيال جنيش رزاکوف وويل، دغه چاودنه د يو ځانمرګي بريدکوونکي له خوا جوړه شوې. بريدکوونکي خپل موټر د چين سفارت له دروازې سره وهلی. بريدکوونکی سمدلاسه مړ شوی و او ٣ قرغېزستاني کارکوونکي ټپيان دي.
له چاودنې وروسته د قرغېزستان پوليس، ملي امنيتي کميټه، د بېړني حالت وزارت، د اطفايې ډله او طبي څانګه ژر د پېښې ځای ته ورسېدل . د قرغېزستان امنيتي څانګه د دې پېښې په پلټنه بوخته ده.
تر اوسه پورې په قرغېزستان کې د چين سفارت د دې پېښې په اړه هيڅ خبر نه دی خپور کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |