د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۳۰مه نېټه په قرغيزستان کې د چين د سفارت په مقابل کې د موټر بم يوه چاودنه وشوه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې د دې خبر پخلی وکړ او ويې ويل چې چين د دغه بريد سخته غندنه کوي او له قرغيزستان څخه غوښتنه کوي چې د دغه بريد تحقيقات وکړي او بريدګرو ته سخته سزا ورکړي.
نوموړې وويل،چې نن سهار په قرغيزستان کې د چين سفارت په وړاندې موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې درې تنه ټپيان شول. چين په دې اړه حيرانتيا څرګندوي او سخته غندنه يې کوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت سمدلاسه بيړني حالت پلی کړی او له قرغيزستان څخه يې غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې د چين د ارګانونو او خلکو د امنيت د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي. دغه راز، قرغيزستان بايد د دغه بريد تحقيقات وکړي او بريدګرو ته سخته سزا ورکړي.( غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |