CRI Online

چين هيله لري چې د شلو هېوادونو ډلې بېلا بېلې خواوې د سرمشريزې غونډې د برياليتوب لپاره مثبت رول ولوبوي.

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 20:40:09

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۳۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين هيله او باور لري چې د شلو هېوادونو ډلې بېلا بېلې خواوې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او په هانګجو کې د سرمشريزې غونډې د برياليتوب لپاره مثبت رول ولوبوي.

په ياده خبري ناسته کې يوه خبريال پوښتنه وکړه چې د ريوټرس نيوز اژانس د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې چين غواړي د هانګجو د سرمشريزې غونډې د برياليتوب له لارې د يو لوی هېواد په توګه پر خپل مقام ټينګار وکړي، خو په عين وخت کې چين په دې نسبت اندېښنه لري چې د يو شمېر مسئلو په اړه د لويديځو هېوادونو اود هغوی د ملګرو له ننګونو سره مخامخ دي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وياندې هوا وويل، (( زه نه پوهېږم چې ستا لخوا ياد شوی خبر د کوم دليل لپاره خپور شوی او پکې د تش په نامه لويديځ هېوادونه او ملګری يې کوم هېوادونه دي؟)) نوموړې وويل، د معلوماتو له مخې د امريکا، بريټانيا، کاناډا او جاپان په شمول د شلو هېوادونو ډلې د غړيو هېوادونو په بېلا بېلو کچو د يادې سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو لپاره له چين سره نژدې همکارۍ کوي او دوی به د دغې غونډې د برياليتوب لپاره له چين څخه ملاتړ وکړي. د م م سرمنشي بان کي مون څو ورځې مخکې د چين له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې د دغې غونډې د چمتوالي په بهير کې د چين د لارښوونکي توان لوړه ستاينه وکړه او د ده په اند د هانګجو سرمشريزې غونډې مطلب تر ۲۰۳۰ کاله پورې د م م د پر له پسې پرمختيايي اجنډا له روحيې سره سمون خوري. د چين تر کوښښونو او لارښوونې لاندې د شلو هېوادونو ډله نه يوازې د پولي بحران د ليری کولو لپاره، بلکې د نړيوال اقتصاد د دايمي پرمختګ لپاره ګټور سازمان دی.

نوموړې زياته کړه چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د دغې غونډې د برياليتوب، د نړيوال اقتصاد د زياتوالي، د ګردې کرې د ادارې لپاره هڅې وکړي. چين هيله او باور لري چې د شلو هېوادونو ډلې بېلا بېلې خواوې خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او په هانګجو کې د سرمشريزې غونډې د برياليتوب لپاره مثبت رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای