CRI Online

بېلا بېل هېوادونه بايد په دوامداره توګه د پانګونې،اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو له لارې نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2016-08-31 14:59:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا د افکارو اورګان يعنې د بروکينګس انستيټيوټ لوړ پوړي څېړونکي او د چيني مسئلې په هکله کارپوه داويد دولار د نړيوال اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو په برخه کې د شلو هېوادونو د ډلې د هانګ جو سرمشريزې غونډې د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه او په دې اند دی چې بايد په دوامداره توګه د پانګونې، اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمخبيولو له لارې نړيوال اقتصاد ته پرمختګ ور کړی شي.

ښاغلي داويد دولار زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين به د شلو هېوادونو د ډلې د هانګ جو سرمشريزې غونډې د کوربه هېواد په توګه د دغې غونډې په اجنډا کې د پولي چارو، نوښت او د فساد پرضد د مبارزې په شمول ډېرې مهمې موضوع ګانې زياتې کړي.هغه وويل (اواز...........) زما په اند دا يوه مثبته رويه ده چې د شلو هېوادونو د ډلې د تېرو سرمشريزو غونډو په پرتله دغه غونډه اقتصادي پرمختګ ته لازياته پاملرنه کوي.د نړيوال اقتصاد پرمختګ هرو مرو د پاملرنې وړ موضوع ده. روان کال د نړيوال اقتصاد پرمختايي حالت ناامېده کوونکی ښکاريږي چې پخوا اټکل شوی وچې پرمختيايي انډول په سلو کې څلور وي. خو د اوسني حالت ته په کتلو سره ښايي دغه انډول يوازې په سلو کې درې وي چې له امله به يې نه يوازې پرمختيايي هېوادونه بلکې پرمختللي هېوادونه هم له لازياتو ستونزو سره مخامخ وي.

د نړيوال اقتصاد د وروالي پر وړاندې داويد دولار وويل چې د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو تر لارښوونې لاندې د اقتصادي خوځښت مالي تګلارې لاهم د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو مهم تدبير ګڼل کيږي.هغه همدارنګه وويل چې د اقتصادي خوځښت تګلارې د پلي کولو په هکله اقتصاد پوهان بېلا بېلې نظريې لري.د ده په اندامريکا بايد د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو لپاره د پانګونې ته لومړيتوب ور کړي،خو ځيني اروپايي هېوادونه بايد د اقتصادي خوځښت تګلارې پلي کړي د بېلګې په توګه المان بايد همداسې تګلاره غوره کړي او نور اروپايي هېوادونه بايد اقتصادي جوړښت تنظيم کړي، خو په دې برخه کې د چين تګلارې په هکله هغه وويل چې د چين حکومت بايد له پانګونې څخه استهلاک ته پام واړوي.هغه وويل (اواز..........)هر هېواد خپله موخه لري.هيله لري چې بېلا بېل هېوادونه په دې غونډه کې يو د بل هڅونه وکړي او خپلو اصلاحاتو ته دوام ور کړي تر څو د خپل هېواد اقصاد حتی د نړيوال اقتصاد پرمختګ نورهم چټک شي.

خو د نړيوال اقتصاد د وروالي تر اغيزې لاندې په ځينو پرمختلليو هېوادونو کې له نړيوال کېدو سره د مخالفت اوازونه ډېر شوي دي. په دې هکله ښاغلي داويد دولار وويل چې پرمختللې اقتصادي ډلې بايد خپل مسئوليت هير نه کړي او د چين په شان پرمختيايي هېوادونه دې خپل لارښوونکی رول ولوبوي او خپلې بازاري دروازې به نورې خلاصې کړي.هغه وويل (اواز..........)زما په اند د ورخلاصون د پراخوالي په برخه کې پرمختيايي هېوادونه بايد لارښوونکی رول ولوبوي. په هانګ جو ښار کې د شلو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې که چين ځينی لارښوونکي تدبيرونه ونيسي، نو دا به د برخوالو لپاره لا نور هم ښه وي.پرمختللې اقتصادي ډلې بايد د سوداګرۍ ساتنې له افکارو څخه ووځي.ځکه چې ازاده سوداګري او پانګونې د دوی د شتمنېدو بنسټ دی ،خو اوس دغه ټکی هېر شوی دی.

د نړيوال بانک د چين او مغولستان چارو ادارې د پخواني مشر او په چين کې د امريکا د ماليي وزارت د اقتصاد او پولي چارو د ځانګړي استازي په توګه ښاغلي داويد دولار باور لري چې چين د دې توان لري چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې په برخو کې نور مهم او اغيزمن رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای