CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-31 18:41:31
کابل بازان د الکوزی کولا شپږیزه کرکټ لیګ اتلان شول

د ۲۰۱۶ کال الکوزی کولا ـ شپږیزې سیالۍ چې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د شپږو لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې، پایلوبه یې د کابل بازانو په بریا سره پای ته ورسیده.

په پایلوبه کې د لوبې پچه مس عینک و ګټله او په نولسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې، چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۳۹ او وحیدالله شفق ۳۳ وکړې.

د کابل بازانو له لوبډلې څخه راشد ارمان ۴، کریم جنت ۲ ، حمزه هوتک او محمد سمیع د مس عینک د اتلانو یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د کابل بازانو لوبډله وتوانیده چې په اتلسم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د مس عینک له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۲۰۱۶ کال الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ جام په خپل نوم کړي.

د کابل بازانو له ډلې څخه شهزاد محمدي ترټولو زیاتې ۹۰ منډې جوړې کړي.

له لوبې وروسته د شپږیزه لیګ پای غونډه جوړه شوه چې په دې مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش سربېره يو شمېر چارواکو، او د کرکېټ زرګونو مينوالو ونډه درلوده

په دې غونډه کې د ۲۰۱۶ کال الکوز کولاـ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو غوره لوبغاړي په جایزو او مډالونو و نازول شول.

د کابل بازانو او مس عینک اتلانو د نننۍ یادې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي و ټاکل شو . د دې ترڅنګ، په سیالیو کې ښه منډه جوړوونکی او ښه غوره توپ اچونکی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وټاکل شو، نوین الحق د لوبو غوره بالر وټاکل شو، مجیب الرحمان د لوبو نوی ځوان استعداد وټاکل شو، دسیالیو تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکی لوبغاړی، راشد ارمان وټاکل شو، همدا ډول له میلمنو لوبغاړو څخه ځانګړې مننه وشوه چې افغانستان ته راغلی او په الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېدل.

په یاده غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس په خپله وینا کې د کرکټ بورډ له کارکوونکو، لوبڅارانو او امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې شپه او ورځ یې د سیالیو بریالي بهیر لپاره کار وکړ. دانش د مینه والو راتګ وستایه او له دوی څخه یې مننه وکړه. نوموړي وویل چې، موږ د شپږیزې لیګ له نویو رنګونو سره ترسره کړه او راتلونکی کال به له دې هم غوره وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د لوبغاړو د بدني روزنې درې ورځنی کورس پیل کړ.

په دغه کورس کې د افغانستان په کچه د زونونو او ولایتونو د لومړۍ او دویمې درجې ۳۰ تنه روزونکو برخه اخیستې ده.

دغه کورس د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د پرمختیایي څانګې له خوا جوړ شوی دی، د یادې څانګې منیجر محمد داود بابړ د کورس د پرانستې پر مهال وویل: (( د لوبغاړو د بدني روزنې ( Strength & Conditioning) کورس په تر سره کیدو سره به روزونکي په بېلا بېلو برخو لکه ( د لوبې پر مهال د لوبغاړو د ټپونو مخنیوی، د لوبغاړو بدني پیاوړتیا، د منډو تخنیک، سي پي ار، د موسم مطابق د تمرین ورکولو مهارتونه، لومړني طبي مرستې، د لوبغاړو د خوراک تنظیم، د u ـ u ازموینه ، کې زده کړه ورکړل شي.))

د نوموړي په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول کورسونه ترسره کیږي، د ده په وینا، مخکې مو هم داسې ګټور کورسونه دایر کړي او هڅه کوو چې په راتلونکي دا ډول روزنیزو کورسونه لا نور هم زیات کړو، تر څو د دغې برخې له لارې ځوانان وکولی شي چې په مسلکي توګه پر مخ لاړ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې عمومي ريیس نسیم الله دانش وویل، د روزونکو پیاړتیا زموږ لومړی هدف دی.

د ښاغلي دانش په خبره، دا کورس ځکه ډیر مهم دی چې موږ غواړو په افغانستان کې خپل داخلي روزونکي وروزو، ترڅو د کورني کرکټ په هره برخه کې له دوی څخه ګټه واخلو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس زیاته کړه، دا مهال د کرکټ د نورو برخو تر څنګ زمونږ د روزونکو څانګه هم غني شوې، ورته مو د اړینو مهارتونو او روزنو زمینې په ملي او نړیواله کچه برابرې کړي چې ښې پایلې یې لرلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای