CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-31 18:45:21
افغانستان له بنګله دیش سره درې نړیوالې پنڅوس اوریزې لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې د هر اړخیزو خبرو اترو وروسته د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزو لوبو هوکړې ته ورسیدلې.

د افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکي د څه مودې راهیسې په دې هڅه کې ول ترڅو، د ملي لوبډلې لپاره د یو شمیر بشپړ غړو هیوادونو سره لوبې برابرې کړي، چی پدې برخه کې چارواکي بریالي شول او د روان کال سپټمبر میاشت په 25 مه، 28 مه او د اکتوبر په لومړۍ نیټه به افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش ملي لوبډلې سره درې نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش ټولو هیوادوالو ته د دغه سریز برابرولو په موخه مبارکي ووییله او د بنګله دیش کرکټ بورډ څخه یی مننه وکړه چی یادو لوبو لپاره یی خپله ژمنه پرځای کړه.

نسیم الله دانش ووییل ملي لوبډلې لپاره به پوره چمتوالي زمینه برابره وي ترڅو په دغو نړیوالو لوبو کې د بشپړ غړي هیواد پروړاندې د تل په څیر هیوادوالو ته خوښي ورکړي.

ښاغلي دانش ووییل موږ پدې هڅه کې یو چی د نورو هیوادونو سره هم ملي لوبډلو ته لوبې برابرې کړو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم د بنګله دیش له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چی دې فرصت لپاره یی خپلې هر اړخیزې همکارۍ ونه سپمولې.

شفیق الله ستانکزي زیاته کړه تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ ستر هیوادونه مات کړي او په ډیر چمتوالي سره به افغان ملي لوبډله دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه ددغه یو ورځني نړیوال سریز کوربتوب به بنګله دیش کوي.

هیره د نوي یادې ټولې لوبې به د بنګله دیش د میر پور ښار په شیربنګال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د نولس کلونو ملي لوبډلې لپاره د نویو ځوانانو د روزنې لړۍ پیل شوه.

په دغه کمپ کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د الکوزی ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې جوړ شوی، ۶۰ تنه تنکیو لوبغاړو برخه اخیستې او د روزنې دا کمپ به یوه میاشت دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د روزنې په دویم پړوا کې به له دغو نولس کلونو ځوانانو څخه اسیا کپ لپاره لوبډله انتخابیږي.

دوه افغان لوبغاړي، راشد خان او دولت ځدراڼ د ۲۰۱۶ کال، يو ورځنيو لوبو کې، په نړيوالو لسو غوره توپ اچوونکو کې راغلي.

د افغانستان کرکټ بورډ د اسيايي شورا بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ آسیایي شورا په چوکاټ کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ. سربیره پردې، ددغې ادارې اجراییه رئیس د کرکټ آسیایي شورا د اجراییه کمیټې غړیتوب هم ترلاسه کړ.

د یادو لاسته راوړنو په اړه د کرکټ بورډ رسنیو په تالار کې خبري ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په خپلو خبرو کې وویل چې له نیکمرغه د اسیا کرکټ شورا له خوا افغانستان ته د لومړي ځل لپاره غړیتوب ورکړل شو. نوموړي زیاته کړه، همدا راز د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي ريیس شفیق الله ستانیکزی د اسیايي شورا اجراییه کمیټې غړیتوب هم ترلاسه کړ او دا هغه برخه ده چې ټول تصامیم په کې نیول کیږي چې له دې سره به د اسیایي شورا په ټولو اجراییوي غونډو کې فعاله برخه ولري. .

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رييس چې له سریلانکا څخه هېواد ته راستون شوی او د اسیايي شورا له غړو سره یې له نیږدې لیدلي و،هغه وویل چې افغانستان د اسیایي شورا بشپړ غړی شو. همدا راز په راتلونکی کال د سعودي، مالدیف، بحرین او قطر په غوښتنه، ددوی لوبډلې به کابل ته راځي او دلته په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې لوبې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ترڅنګ کرکټ نړیوالې شورا څلور غړو، هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش به د افغانستان د پوره غړیتوب لپاره پوره هلې ځلې کوي. نوموړي زیاته کړه چې یادو هېوادونو له افغانستان کرکټ بورډ څخه هیله وکړه چې د الکوزی ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالی د لوبو لپاره ورکړي تر څو د سعودي، مالدیف، بحرین او قطر لوبډلې دلته لوبې ترسره کړي، چې افغانستان کرکټ بورډ یې هر کلی وکړ او راتلونکی کال به په لویه کچه د دې لوبو لپاره تصمیم نیول کیږي.

د ده په وینا، افغانستان کرکټ بورډ اسیايي شورا ته وړاندیز وکړ چې د اسیايي نویو ځوانانو لوبډلو ټورنمینټونه په افغانستان کې وکړي.

د شفیق الله ستانیکزي په خبره، سعودي، مالدیف، قطر او بحرین هېوادونو لوبغاړي به افغانستان ته راځي او دلته په کابل کې به له افغان ۲۳ کلنې لوبډلې سره خپلې لوبې کوي، چې دا افغانستان او د افغانستان کرکټ بورډ لپاره لوی ویاړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای