CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2016-08-31 19:00:09
د الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ پنځلسمه سیالي امونهنګان وګټله

د الکوزی کولاـ شپږیزه کرکټ لیګ اتمه ورځ، پنځلسمه لوبه د بست ساتونکو او امو نهنګانو ترمنځ په الکوزی ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه .

د لوبې پچه بست ساتونکو لوبډلې وګټله او خپله د توپوهنې لپاره میدان ته ووتل، په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

له مقابلې ډلې څخه میرویس اشرف او یمین احمدزی دوه ـ دوه، نصیر توتاخیل او عبدالرحیمزي یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د امونهنګان لوبډله وتوانیده چې ورکړل شوی هدف په څوارلسم اوور کې پوره کړي، د یادې لوبډلې څخه زیاتې منډې سلمان بټ ۴۴، افسر ځاځي ۳۱ او جاوید احمدي ۲۷ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سلمان بټ ته ورکړل شوه چې 44 منډې يي جوړې کړې وې

د الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ د اوومې ورځې، لوبې مس عینک اتلانو د سپین غر زمریانو او بند امیر ښامارانو د کابل بازانو څخه وګټلې.

افغانستان کرکټ بورډ له خوا پیل شوې د کورني کرکټ مخکښه د الکوزی کولا ـ شپږیزه ملي سیالیو کې چې د الکوزی ـ کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې، د دې سیالیو دیارلسمه لوبه د سپین غر زمریانو او مس عینک ترمنځ وشوه.

د مس عینک اتلانو د لوبې پچه وګټله او سپین غر زمریانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د سپین غر زمریانو په ټاکلو شلو اوورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۶۴ منډې جوړې کړې، چې سمیع شینواري په کې تر ټولو زیاتې ۸۲ او طارق ستانیکزي ۳۱ منډې وکړې.

د مس عینک اتلانو له لوبډلې څخه دولت ځدراڼ ۲، رحمت شاه، ګلبدین نایب او مجیب یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک اتلان وتوانېدل چې د سپین غر زمریانو پر وړاندې په نولسم اوور کې ورکړل شوی هدف پوره کړي، چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۴۹، احسان جنت ۴۱ او ګلبدین نایب ۳۶ کړې وې.

د لوبې غوره لوبغاړی احسان الله جنت وټاکل شو چې ۴۱ ناسوځیدلې منډې یې کړې وې او د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي ريیس نیسم الله دانش، د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراییوي ريیس شفیق الله ستانیکزي او د ملي سوداګر عبدالرشید ایوبي له خوا ورته جایزې ورکړل شوې.

دویمه لوبه، د الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ اوومه ورځ، څوارلسمه لوبه د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ وشوه.

د بند امیر لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د کابل بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د کابل بازانو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

له لوبډلې څخه يې تر ټولو ډیرې منډې شهزاد محمدي ۷۰ او نجیب ترکي ۶۵ وکړې، د مقابلې لوبډلې نوین الحق ۳، میلمه لوبغاړي سکندر رضا۲، انعام الله او محمد نبي عیسی خیل یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بند امیر لوبډلې ورکړل شوی هدف په شپاړلسم اوور کې پوره کړ، له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوید عبید ۷۰، عمران جنت ۷۴ وکړې، د دوی ځواکمنه توپوهنې د بند امیر لوبډله بریا ته ورسوله.

د لوبې د غوره لوبغاړی نويد عبيد وټإکل شو

د مس عینک اتلانو د سپین غر پر وړاندې اتلولي خپله کړه

شپږیزې کرکټ لیګ د اوومې ورځې، دیارلسمه لوبه د سپین غر بازانو او مس عینک ترمنځ وشوه.

د مس عینک اتلانو د لوبې پچه وګټله او سپین غر بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، د سپین غر بازانو په ټاکلو شلو اوورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته ۱۶۴ منډې جوړې کړې، چې سمیع شینواري په کې تر ټولو زیاتې ۸۲ او طارق ستانیکزي ۳۱ منډې وکړې.

د مس عینک اتلانو له لوبډلې څخه دولت ځدراڼ ۲، رحمت شاه، ګلبدین نایب او مجیب یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک اتلان وتوانېدل چې د سپین غر بازانو پر وړاندې په اخر اوور کې ورکړل شوی هدف پوره کړي، چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۴۹، احسان جنت ۴۱ او ګلبدین نایب ۳۶ کړې وې.

د لوبې غوره لوبغاړی احسان الله جنت وټاکل شو چې ۴۱ ناسوځیدلې منډې یې کړې وې  

د الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ، د نن ورځې لوبې د مس عینک او د کابل بازانو وګټلې

د الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لوبو په شپږمه ورځ، مس عینک د بند امیر او د کابل بازانو د بست پر وړاندې بریاوې خپلې کړې.

د الکوزی کولا ـ شپږیزه سیالۍ په شپږمه ورځ، یولسمه لوبه، د بند امیر او مس عینک ترمنځ وشوه، مس عینک د لوبې پچه وګټله او بند امیر ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بند امیر لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو، سیالې لوبډلې ته ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

له ډلې یې محمد نبي عیسی خېل تر ټولو زیاتې ۶۵ منډې جوړې کړې وې، خو له مقابلې لوبډلې څخه، ضیا الرحمان ۲، دولت ځدراڼ ، مجیب، ګلبدین نایب او نوروز منګل د بند امیر لوبډلې یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د مس عینک اتلانو لوبډلې ورکړل شوی هدف په اخري اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او له ډلې څخه یې تر ټولو زیاتې منډې احسان الله جنت ۴۷ او نوروز منګل ۴۱ وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جاييزه نوروز منګل ته ورکړل شوه.

دویمه لوبه، د الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ، دولسمه لوبه، د کابل بازانو او بست ساتونکو ترمنځ پیل شوه، د کابل بازانو د لوبې پچه وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو له لوبډلې څخه زیاتې منډې نجیب ترکي ۴۷ او کریم جنت ۳۹ وکړې ا و د مقابلې لوبډلې څخه سید شیرزاد ۳ لوبغاړي او باقیب الله یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بست ساتونکو ورکړل شوي هدف پوره نه کړه، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په اتلسم اوور کې د کابل بازانو ته لوبه وبایلله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کريم جنت ته ورکړل شوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای