CRI Online

د استراليا اړوند کارپوهان هيله لري چې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د نړيوال اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ په بهير کې نوی قوی واچوي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-01 16:12:54

د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له څلورمې نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې د چين په هانګ جو ښار کې تر سره شي. د لوي په نامه د استراليا د نړيوالو پاليسو څيړنيز انسټيټيوټ د شلو هېوادونو ډلې د څيړنې په تازه راپور کې دې ته اشاره وکړه چې اوس نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په بهير کې له ډېرو ستونزو او ناثاتو لاملونو سره مخامخ دي، نو د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به نړۍ ته په نړيوال اقتصاد او پولي چارو کې د چين رغنده رول وښيي. د ياد انسټيټيوټ د شلو هېوادونو ډلې چارو د مرکز مسئول هېله څرګنده کړه چې په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د نړيوال اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ په بهير کې نوی قوی واچوي.

په ياد راپور کې ويل شوي چې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو په حال کې نړيوال اقتصاد له زياتو ناثابتو امکاناتو سره مخامخ دي او د اقتصاد د احيا کېدو قوی ضعيف دی په تيره بيا له اروپايي ټولنې څخه د بريتاينيي د وتلو تر اغيزې لاندې د پيسو نړيوال صندوق د ٢٠١٦ کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د اټکل اندازه له صفر اعشاريه يو څخه تر ٣اعشاريه يو سلنه او د ٢٠١٢ کال له جنورۍ څخه د شپاړسم ځل لپاره يې د اقتصادی پرمختګ اندازه ټيټه کړه. په ياد راپور کې دې ته اشاره شوي چې د نړيوال اقتصادي هېوادونو د ډېلو لويو شلو هېوادونو په توګه د شلو هېوادونو ډله بايد په ثابته توګه د اقتصادی پرمختګ په برخه کې لا مهم رول ولوبوي. د دغه راپور طرحوونکی او د لوي په نامه د نړيوالو پاليسو د څيړنيز انسټيټيوټ د شلو هېوادونو ډلې چارو د مرکز څيړونکي تريسترام ساينسبوري وويل (اواز)

زه په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د احتمالي لاس ته راوړنې په هکله خوشبين يم. چين تل کوښښ کوي چې په دغه سرمشريزه غونډه کې يو هراړخيز او مساعد اجندا جوړ کړي. اوس په نړۍ کې د اقتصادی جوړښت د اصلاحاتو، سوداګرۍ، پانګونې، دواملرونکي پرمختګ او نوښت په شمول برخو کې ډېرې ننګونې موجودې دي، نو دا د پاملرنې وړ دی چې د شلو هېوادونو ډلې غړي به په تير يو کال کې د تر لاسه شويو لاس ته راوړنو په هکله څنګه ارزونه وکړي. زه هېله لرم چې چين د سرمشريزې غونډې د کوربه هېواد په حيث د نړيوال اقتصاد په وړاندې له اقتصادی ننګونو سره د مقابله کولو په چارو کې رول ولوبوي او د شلو هېوادونو ډلې غړي به د چين د بهرنيو چارو وزير د هيلې له مخې په دغه سرمشريزه غونډه کې د لسو برياليتوبونو هرکلی وکړي.

ساينسبوري وويل چين د تېر کال له دسمبر مياشت څخه د شلو هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه درلودهړ د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د چين په لارښوونه د شلو هېوادونو ډلې د اقتصادی تدبيرونو په هکله هېلې لري. هغه وويل(اواز)

د چين جګ پوړو مشرانو د شلو هېوادونو ډلې اجندا ته پاملرنه کوي او په ٢٠١٦ کال کې د چين په ديپلوماتيکو پاليسو کې د دغې ډلې سرمشريزې غونډې ته لومړيتوب ورکوي. کله چې د تېر کال په دسمبر مياشت کې چين د شلو هېوادونو ډلې د رئيس هېواد دنده پيل کړه، د پيسو د نړيوالو صندوق د ايس دي ار په سيستم کې د يوانو د شاملېدو پريکړه شوې او د پيسو د نړيوال صندوق د اصلاحاتو په اړوند کارونه په امريکا کې تصويب شوی، نو له امله يې نړۍ د شلو هېوادونو ډلې د رئيسه هېواد په توګه د چين د رول په اړه د سترګې په لاره دي.

ساينسبوري وويل په ٢٠٠٨ کال کې له پولي بحران راهيسی د شلو هېوادونو ډلې غړيو د پولي چارو د ادارې په برخه کې څرګند پرمختګونه تر لاسه کړي دي، اوس نړيوال پولي سيستم ثابت او ځواکمن دی. د دغې ډلې ځيني غړي غواړي چې د پيسو د تګلارو پر ځای د ماليي تګلارو له لارې د اقتصادی پرمختګ هڅونه وشي. هغه وويل (اواز)

د نړيوال اقتصاد د ځواکمن، دواملرونکي او برابر پرمختګ لپاره د بنسټيزو تګلارو په توګه نړۍ دغه بدلون ته اړتيا لري. د روان کال له پيل څخه مو فعال پرمختګونه کتلی دی. اوس د شلو هېوادونو ډلې په وړاندی لويه ننګونه نړۍ ته ثبتولی شي که نه چې په راتلونکی کې د نړيوال اقتصاد پرمختګ د شلو هېوادونو له ډلې سره جلا نه شی کېدای.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای