CRI Online

نورسلطان نظربايف : د G20 سرمشريزه غونډه بايدد نړيوال اقتصادي ثبات د تأمين لپاره د لويو هېوادونو د يووالي توان وښيي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-02 15:10:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې يعنې G20 يوولسمه سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له څلورمې نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې د چين په هانګجو ښار کې ترسره شي. د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي په دې وروستيو کې له چيني رسنيو سره د يوې ګډې مرکې په ترڅ کې وويل، چې د G20 سرمشريزه غونډه د نړيوالو اقتصادي مسئلو د حل ، د دې ډلې د غړو هېوادونو د عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ او د نړيوال پولي سيستم د اصلاح لپاره تر ټولو مهم ميکانيزم بلل کيږي، څرنګه چې نړيوال جيوپوليټک او نړيوال اقتصاد ناثابت دی، نو دغه سرمشريزه غونډه بايد د لويو هېوادونو د يووالي توان وښيي ترڅو نړيوال اقتصادي ثبات تأمين شي.

نوموړي وويل، چې چين د G20 سرمشريزې غونډې د رئيسه هېواد په توګه نوښت، نوی صنعتي انقلاب او ډيجيټل اقتصاد ته په ډېره درنه سترګه ګوري او پرمختګ ته يې لومړيتوب ورکوي. قزاقستان د چين له دې عمل څخه ډېر ملاتړ کوي. اوسمهال قزاقستان هم د صنعتي نوښت او پرمختګ په اړه دوهمه پنځه کلنۍ طرحه تطبيق کوي او له ٢٠١٥ کال څخه يې د اقتصادي کمزورتيا پر وړاندې د سلو تفصيلي تدبيرونو په نوم د اقتصادي جوړښت اصلاحي تګلاره پلې کړې ده. برسيره پردې اوس قزاقستان د انرژۍ په اړه هغه نړيوال نندارتون چمتو کوي چې په راتلونکي کال کې به په پلازمينه استانا کې ترسره شي. نو قزاقستان د G20 د هغه پلان ډېر هرکلی کوي چې په سرمشريزه غونډه کې به د دوامدار پرمختګ، د بنسټيزو تأسيساتو او پانګونې او شين اقتصاد په شمول يو شمېر موضوعاتو بحث وشي.

نظربايف دا هم وويل چې چين يو د نړۍ له لويو اقتصادي طاقتونو څخه دی، په بېلابېلو برخو کې د چين او قزاقستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ مخ په پياوړی کېدو دې. د دې ترڅنګ قزاقستان د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ په اړه د چين له وړانديز څخه ډېر ملاتړ کوي. څرنګه چې د قزاقستان د "روښانه لارې"پرمختيايي ستراتيژۍ هدف د هېواد د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو پياوړتيا ده ترڅو دا هېواد په منځنۍ اسيا کې د لوژيسټکس او ترافيک محور شي، دا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند طرحې له عمده محتوياتو سره سمون لري. برسيره پردې، صنعتي همکارۍ د چين او قزاقستان ترمنځ د همکاريو يوه مهمه برخه ده. دواړو حکومتونو د توليدي توان په برخه کې همکارۍ طرحې کړې او پدې اړه به ٥١ همکاريزې پروژې بشپړې کړي چې عمومي پانګه به يې ٢٦ مليارډو ٢٠٠ مليونو ډالرو ته ورسيږي. نظربايف دې ته اشاره وکړه چې قزاقستان د اسيا د عصري بنسټيزو تاسيساتو جوړولو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. قزاقستان له اوله د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د جوړولو په اړه د چين له وړانديز څخه ملاتړ کړی ، بلکې د دغه بانک تړون يې هم تر نورو وړاندې لاسليک کړ.

نظربايف څرګنده کړه چې په اصل کې د نړيوال اقتصادي بحران د ځينو پولي بازارونو او يا د تجارتي توکو بازارونو د تزلزل په اثر نه ، بلکې د نړيوال پولي او اقتصادي سيستم د نا متوازنتوب له امله رامنځته شوی. د خرڅلاو د نړيوال بازار او پانګونې په برخو کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ سيالي ورځ تر بلې سختيږي، د دې ترڅنګ د پرمختيايي بازارونو سرمايې ډېرې کمې شوې دي، تېر کال پرمختيايي بازارونو ٧٥٠ مليارډه امريکايي ډالره سرمايې له لاسه ورکړې. بل لور د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو د بهير ورو والی د دغو هېوادونو د سرمايو کمښت سبب شوی دی او له دغو پرمختيايي هېوادونو څخه پرمختللو بازارونو ته ننوتلو سرمايو دغو هېوادونو ته هيڅ اقتصادي زياتوالی نه دی رسولی.

نظر بايف د مرکې په پای کې دې ته اشاره وکړه، چې د بېلابېلو هېوادونو حکومتونو او مرکزي بانکونو په لاسونو کې د اقتصاد د پارولو الې مخ په کمېدو دې چې له امله يې مجبوراً د سوداګرۍ او پانګې اچونې په هکله حمايت غوښتونکې تګلارې غوره کوي، خو دغه عمل په بشپړه توګه مسئلې نه شي حلولی. راتلونکی ستراتيژيک پرمختګ دې د جامع نړيوال کېدو په رڼا کې يووړل شي. د دغه ماډل د جوړولو په موخه دې لومړی د پرمختيايي هېوادونو د انساني سرچينو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی شي او بيا اقتصادي ګټې دې د توليد، تعليم او طب او صحت په برخو کې ولګول شي. برسيره پردې، هر هېواد دې اصلاحات په پوره قوت ترسره کړي او په فعاله توګه دې خپل ځان پر نويو اوضاعو برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای