CRI Online

د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه په هانګ جو کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-05 16:20:19

د هانګ جو د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د سپتمبر د څلورمې نيټې له غمرې وروسته د هانګ جو ښار په نړيوال نندارتون کې پرانيستل شوه. د شلو هېوادونو ډلې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې غونډې مشري وکړه او د غونډې د پرانيستونکې وينا يې وکړه. شي جين پينګ هېله څرګنده کړه چې په غونډه کې برخوالې خواوې به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ، په اقتصادي ساحه کې د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د شلو هېوادونو ډلې د پرمختګ هدف د هڅونې لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

اته کاله مخکې د نړيوال پولي بحران په وخت کې د شلو هېوادونو ډلې د دوستانه روحيې په ټينګولو سره کمزور شوی نړيوال اقتصاد د بيا ثاتوالي او سمسورتيا په لاره کې وړلی دی. اوس نړيوال اقتصاد له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي چې په يو بل کلي وخت کې دی. شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل (اواز)

د نوې دورې ساينس او تخنيکونو او د صنعتي چارو لپاره انقلابونه نه دي رامنځته کړي، په عمده اقتصادی هېوادونو کې د زړو کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې دی، د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير سالم نه دی، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې زياتې شوې، څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ثابت نه دی، که څه هم د پولي چارو د ادارې او نظارت اصلاحاتو کې پرمختګ شوي، خو اقتصادي خطرونه لا هم زيات دي. تر دغو اغيزو لاندې که څه هم نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو تمايل لري، خو د اقتصاد د پرمختګ قوه د کموالي، د پولي بازار د خړپړتيا، د نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې د کمزورتيا په شمول ډېر خطرونه او ننګونې شته دي.

څنګه له اوسنيو ننګونو سره مقابله وشي؟ د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره کوم مساعد او هراړخيز تدابير غوره شي؟ شي جين پينګ پنځه فقره ييز وړانديزونه وکړل. (اواز)

موږ بايد د اقتصاد د عمومي کنټرول تګلارو په طرح کولو کې همغږۍ پياوړې کړو، په معقوله توګه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅونه وکړو او پولي ثبات وساتو، موږ بايد د پرمختګ لارو کې نوښت راولو، د پرمختګ قوې ولټوو، موږ بايد د نړيوال اقتصاد د ادارې چارې بشپړې کړو، د ميکانيزم ضمانت ټينګ کړو، موږ بايد پرانيستی نړيوال اقتصاد اباد کړو، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادی او اسانتياوې کېدو پرمخبوزو، موږ بايد د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ اجندا عملي کړو او د اغېزمن پرمختګ لپاره کوښښ وکړو.

د شلو هېوادونو ډلې د پرمختګ په هکله شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې دغه ډله بايد د نړيوال اقتصاد د اړتياوو له مخې له بحران سره د مقابلې نه پر ته په اوږد راتلونکی کې د ادارې ميکانيزم جوړ کړو، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په تيره بيا د پرمختيايي هېوادونو اوازونه واورو تر څو د شلو هېوادونو ډلې کارونه زغمونه ولري او په لا ښه ډول د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو غوښتنو ته ځوابونه ورکړو. شي جين پينګ وويل بايد واقعی فعاليتونه غوره شي. (اواز)

د شلو هېوادونو ډله بايد واقعی فعاليتونه تر سره کړي، بلکي د خبرو اترو په پړاو کې پاتي نه وي. روان کال مو د دواملرونکي پرمختګ، د شنو پولي چارو، د اغيزو لوړوالي او د فساد ضد مبارزو په شمول زياتو ساحو کې پلانونه جوړ کړي او دغه پلانونه بايد عملي شي. که څه هم د بېلا بېلو هېوادونو حالات، د پرمختګ پړاونه، اوسنې ننګونې مختلفې دي، خو د اقتصادی پرمختګ هيلې، له بحران او ننګونو سره د مقابلې ګټې او د ګډ پرمختګ د رامنځته کېدو هيلې يو شان دی. که موږ د دوستانه او همکارۍ پر روحيې ټينګار وکړو، د نړيوال اقتصاد په وړاندې ننګونې به حل کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای