CRI Online

د ٢٠ سترو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2016-09-06 15:58:26

د ٢٠ سترو صنعتي هېوادونو ډلې يوولسمه سرمشريزه غونډه د سپتمبر د ٥مې نېټې په ماسپښين په هانګجو ښار کې پای ته ورسېده. د چين ولسمشر شي جين پينګ د غونډې د پای تر مراسمو وروسته په يوه خبري ناسته کې چيني او بهرنيو خبريالانو ته د دې غونډې برياليتوبونه بيان کړل. هغه وويل، بېلا بېلو خواوو پرېکړه وکړه چې د ٢٠ هېوادونو ډلې د همکارۍ برياليتوبونه د ګردې نړۍ خلکو ته ګټې رسوي.

د تېر کال په پای کې چين د دې ډلې د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخيسته چې له هغه وروسته تل د سرمشريزې غونډې په تياريانو بوخت و. په ياده غونډه کې بېلا بېلو خواوو د برياليتوب ٢٩ سندونه لاسليک کړل چې پکې د ٢٠ هېوادونو د نوښتي پرمختګ پلان، د ٢٠ هېوادونو د نړيوالې سوداګرۍ د پرمختګ ستراتيژۍ او د نړيوالې پانګونې لارښوونکي اصولو په شمول يو لړ ارزښتناک سندونه شامل دي.

شي جين پينګ وويل، د هانګجو په سرمشريزه غونډه کې ټاکلې موخه بشپړه شوې ده. ده وويل

((د هانګجو سرمشريزه غونډه د نړيوال اقتصادي پرمختګ او د ٢٠ هېوادونو ډلې د ډول بدلون په کليدي وخت کې جوړه شوه. د نړيوال اقتصاد د بيااحيا توان کمزور دی. پر نړيوال اقتصاد د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو او نړيوالو ننګونو منفي اغېزې د پاملرنې وړ دي. د هانګجو سرمشريزې غونډې هم ډېرې پاملرنې راجلب کړې. د بېلا بېلو خواوو په ګډ کوښښ، دغې غونډې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او ټاکلې موخې ته مو رسېولې ده.))

ګډون کوونکو د نوښتي او منونکي نړيوال اقتصاد د جوړولو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او د ٢٠ هېوادونو ډلې د همکارۍ خوا، موخه او تدبيرونه يې ټاکلي دي چې د نړيوال اقتصاد د هڅولو لپاره يې موافقه تر لاسه کړې ده. شي جين پينګ وويل، بېلا بېلو خواوو ګډ نظر څرګند کړی چې د ارام او ثابت نړيوال چاپېريال ساتنه ډېره مهمه ده. ښاغلي شي جين پينګ وويل

((د ٢٠ هېوادونو ډله بايد يووالی وساتي او د عمومي تګلارو په برخه کې دې نږدې همغږی وکړي. د دې ډلې غړی هېوادونه بايد د هانګجو عملي پلان تطبيق کړي، د مالي، پولي چارو او د جوړښت اصلاحاتو په شمول تګلارې دې په ښه توګه وکاروي، نه يوازې دې په لنډه موده کې له ننګونو سره مقابله وکړي، بلکې دې د منځنۍ او اوږدې مودې د پرمختګ پټ توان ښکاره کولو ته پاملرنه وکړي. موږ باور لرو چې د بېلا بېلو خواوو په ګډو کوښښونو سره به نړيوال اقتصاد بيرته د دوامدار، برابر او منونکی پرمختګ کرښې ته داخل شي. ))

د ٢٠ هېوادونو د نوښتي پرمختګ پلان چې د بېلا بېلو خواوو لخوا په ګډه تصويب شوی، پکې دا تصديق شوی چې بېلا بېل هېوادونه بايد د نوی صنعتي انقلاب او ديجيتل اقتصاد په شمول د نويو عواملو د نوی فرصت په کارولو سره يو لړ عملي پلانونه وټاکي او د نړيوال اقتصاد د بيااحيا لپاره يوه نوې لاره هواره کړي. د يادولو وړ ده چې بېلا بېلو خواوو په دې غونډه کې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې هم موافقه کړې ده.

چين د لومړي ځل لپاره د ٢٠ هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې کوربتوب وکړ، د چين په بلنه، قزاقستان او مصر د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړ. له دې نه پرته، د لاوس، چاد او تايلند په شمول د ځينو هېوادونو مشرانو هم پکې ګډون کړی چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې د پرمختيايي هېوادونو شمېر ډېر زيات و. شي جين پينګ وويل، په هانګجو غونډه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. ده وويل

(( موږ د لومړي ځل لپاره د پرمختګ مسئله د نړيوالو عمومي تګلارو مهم مقام ټاکلی، د لومړي ځل لپاره مو د م م د ٢٠٣٠ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د تطبيق پلان جوړ کړی او د لومړي ځل لپاره مو په ډله ييزه توګه د افريقا او بېوزلو هېوادونو د صنعتي کېدو له بهير د ملاتړ پرېکړه کړې ده چې د ٢٠ هېوادونو ډلې په تاريخ کې ستر ارزښت لري.))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای