CRI Online

په کابل کې د پر له پسي چاودنو له امله څه دپاسه سل تنه مړه او ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2016-09-07 15:48:51

پر ځايي وخت د سپتمبر په ٥مه نېټه طالبانو په کابل کې دوې چاودنې تر سره کړې چې له امله يې لږ تر لږه ٤١ تنه مړه او ١١٠ تنه نور ټپيان شول. په همدې شپه په کابل کې پر يوې نړيوالې مرستندويې موسسې بريد وشو چې له امله يې يو تن مړه او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. د يوولسو ساعتو له جګړې وروسته افغان امنيتي پوځ ټول بريدګر ووژل.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په ٦مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي يوه نړيواله مرستندويه موسسه چې د کابل د شهرنو په تجارتي سيمه کې پرته ده، د ٥مې نېټې په نيمه شپه کې د موټر بمونو له بريد سره مخامخ شوه. د پيښې يوه شاهد عبدالرحمن احمدي وويل(اواز)

په پيل کې مو فکر کاوه چې زلزله وشوه، نو د دهليز پر لور منډی وهلی، وروسته مو په دې پوه شوو چې دا يوه چاودنه وه. دغه چاودنه ډېره سخته وه.

يو بل کتونکی محمد خاليل وويل (اواز)

زيات شمېر کسان د ښيښو له امله ټپيان شوي. امنيتي پوځ د ټپيانو د ژغورنې لپاره ډېر کوښښ کړی. انشاالله دوی به بيا جوړ شي.

د خبر له مخې يو بريدګر د موټر بم چاودنې په وخت کې ځای پر ځای مړ شو او نور دري بريدګر له امنيتي پوځ سره د جګړې په وخت کې ووژل شول. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د چاودنې او جګړې له امله يو عادی کس مړ او شپږ تنه ټپيان شول، افغان امنيتي پوځ د لسو بهرنيانو په شمول ٤٢ عادی خلک وژغورل. د کابل د جرمونو د څارنيزې څانګې مسئول فديدون وبادي وويل (اواز)

زموږ لومړۍ دنده د بريد په ځای کې د ښاريانو ژغورل دي او وروسته مو د تصفيوي عملياتو پيل وکړ او د پيښې په پای کې د چاودنو اوازونه زموږ د تصفيوي فعاليت يوه برخه ده.

اوس هيڅ ډلې او شخص د دغه بريد دنده پر غاړه نه ده اخيستې. ځايي خبري رسنۍ وايي امکان شته چې د بريد موخه دغه نړيواله مرستندويه موسسه نه وه، خو دغه ځای ته نژدی يوه حکومتي څانګه وه.

د سپتمبر د ٥مې نيټې له غرمې وروسته د افغانستان دفاع وزارت ته نژدی دوې چاودنې وشوې چې د مرګژوبلې حالت سخت و. د افغانستان د روغتيا وزارت په پيل کې خبر خپور کړ چې لږ تر لږه ٢٤ تنه مړه او ٩١ تنه نور ټپيان شوي، خو په شپږمه نېټه يې هغه تازه شمير خپور کړ چې ٤١ تنه مړه او ١١٠ تنه ټپيان شوي. د دغو دوو چاودنو عيني شاهد عبدالرزاق وويل (اواز)

له لومړې چاودنې وروسته د ټپيانو شمېر زيات نه و، خو کله چې امنيتي پوځ دغه ځای ته ورسيد، دويمه چاودنه وشوه چې سخته مرګژوبله رامنځته شوه.

د مالوماتو له مخې په دغو دوو چاودنو کې د يو ځوان ډګروال احمد په شمول ځيني جګ پوړي حکومتي مامورين مړه شول. د افسوس وړ خبر دا دی چې د احمد د وژل کېدو خبر له اوريدلو وروسته د ده مور د زړه ناروغۍ له امله هم مړه شوې ده.

طالبانو د دغو دوو چاودنو د تر سره کولو اعلان وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغو بريدونو غندنه وکړه او څرګنده يې کړه چې د افغانستان دښمانانو يو ځل بيا د دغه هېواد له پرمختګونو سره د مخالفت نيت وښود. دوی په جنګی ميدان کې له امنيتي پوځ سره د جکړې توان له لاسه ورکړی او د سړکونو، ښارونو، جوماتونو او مکتبونو په شمول عامو ځايونو کې يې بريدونه تر سره کوي.

په افغانستان کې امنيتي حالات په دې وروستې موده کې په پر له پسي ډول خړپړ شوي دي. د جولای په ٢٣مه نېټۀ داعش په کابل کې د مظاهره کوونکو په وړاندی ځانمرګی بريد تر سره کړ چې له امله يې لږ تر لږه ٨٠ تنه مړه او ٢٣١ تنه نور ټپيان شول. برسيره پر دې د روان کال د اپريل په پای کې د طالبانو د پسرلني بريدونو له پيل راهيسی په افغانستان کې په پر له پسي ډول د بريدونو او تښتونې زياتې پيښې شوې چې سختې مرګژوبلې يې اړولې دي.

د م م د راپور له مخې د ٢٠١٦ کال په لومړې نيمايي کې په افغانستان کې د ترهګريزو بريدونو او پوځي فعاليتونو په ترڅ کې ٥١٦٦ تنه عادی خلک مړه او ټپيان شوي. دا په ٢٠٠٩ کال کې د شميرنې له پيل راهيسی په افغانستان کې د مړو او ټپيان شويو عادی خلکو تر ټولو زيات شمېر دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای