CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو بهير او برياليتوب له ټاکلې موخې څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-09-08 16:42:45

سږ کال د چين د ولسمشر شي جين پينګ لخوا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او سمندري لارې د جوړولو وړانديز د وړاندې کېدو له درېيمې کاليزې سره برابر دی. د علامه لرونکو پروژو په عملي کېدو سره، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو بهير او برياليتوب له ټاکلې موخې څخه اوښتی دی.د کارپوهانو په اند، چين د ورېښمو لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په بهير کې د ګډو ګټو پر بنسټ ښه همکاري کړې ده.

يو کمربند او يوه لاره د اسيا او اروپا په دواړو وچو پورې اړه لري چې پکې کابو ٤.٤ مليارډه نفوس پروت دی او عمومي اقتصادي اندازه يې کابو ٢٣زرو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي چې دغه دواړې شمېرې په جلا جلا توګه د ګردې نړۍ په عمومي اندازه کې ٦٣ ٪ او ٢٩٪ نيسي. د څېړونکو په اند، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو ستراتيژي نه يوازې د منځنۍ او دايمي مودې لپاره د پرانيستنې اقتصاد د نوی نظام او د اقتصادي ډيپلوماسۍ د جوړولو په اړه د چين پلان دی، بلکې د ګردې نړۍ د همکارۍ د هڅولو لپاره چيني لايحه هم ده.

څو ورځې مخکې د يوه کمربند او يوې لارې په اړه يو سيمينار کې د م م مرستيال سرمنشي وو هونګ بو وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو وړانديز به د م م د دوامدار پرمختګ موخې د عملي کېدو لپاره مهم رول ولوبوي. هغه وويل:

(( د يوه کمربند او يوې لارې کليدي اصول د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري هڅول، په ګډه پرمختګ او سمسورتيا، سوله، همکاري، پرانيسته، متقابل اعتماد او باور دی چې د م م د ٢٠٣٠ کال دوامدار پرمختګ د اجنډا له بنسټيزو نظريو سره سمون خوري. له دې نه پرته، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په وړانديز کې د امتيازي همکارۍ پنځه برخې هم د دوامدار پرمختګ له ١٧ موخو سره نږدې اړيکې لري. ))

تر اوسه پورې څه دپاسه ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په پلان کې ګډون کړی، چين د ورېښمو لارې پر غاړه له ٣٠ پرتو هېوادونو سره د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو همکاريز تړون لاسليک کړی او له څه دپاسه ٢٠ هېوادونو سره د توليدي انرژۍ همکاری کوي. د م م په شمول نړيوالو سازمانونو هم په فعاله توګه په دې بهير کې ګډون کړی او کوي يې، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې بانک او د ورېښمو لارې د صندوق په شمول د پولي ادارو تر منځ د همکارۍ په ژورتيا سره، يوه ډله نښان لرونکې اغېزمنې پروژې ګام په ګام عملي شوی دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې وياند جاو چن شين وويل، د يوه کمربند او يوې لارې جوړول د اړوندو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او تبادلې د پياوړتيا، د ځمکني او سمندري لارې د جوړونې، د توليدي توان همکارۍ د ژورتيا، د پانګونې او سوداګرۍ د پراختيا په برخو کې فعال برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

تر اوسه پورې د توليدي توان په برخه کې د بېلا بېلو دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريزو صندوقونو عمومي اندازه له ١٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده. چيني تصديو د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې ٤٦ همکاريزې سيمې جوړې کړې دي. د اقتصاد د همکارۍ او پرمختګ سازمان د پولي او تصديو چارو د ادارې مرستيال اندری لابول وويل، په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد بيااحيا کمزورې ده، د يوه کمربند او يوې لارې جوړونه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره ستر ارزښت لري. ده وويل

(( فکر کوم د نړيوال اقتصاد د تبادلې او تګ راتګ پياوړتيا ډېره مهمه ده، چين د يوه کمربند او يوې لارې د جوړولو په شمول يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي چې هم د نړيوال اقتصاد او سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. ))

د يوې شمېرې له مخې، په ٢٠١٥ کال کې چين د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت نږدې زر مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای