CRI Online

د کارپوهانو په اند د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-09 15:57:04

د سپتمبر له څلورمې نېټې څخه تر پنځمې نيټې پورې د شلو هېوادونو ډلې يوولسمه سرمشريزه غونډه د چين په هانګ جو ښار کې تر سره شوه. په دغه سرمشريزه غونډه کې چې د نوښت او خوځنده ځواک لرونکي نړيوال اقتصاد د جوړېدو تر عنوان لاندې جوړه شوه، په پای کې په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې ابلاغيه او ٢٨ سندونه خپاره شوي دي. د چين د عصري نړيوالو ديپلوماتيکو اړيکو د څيړنيز انسټيتيوټ د څيړونکې چن فنګ ينګ په نظر په دغه سرمشريزه غونډه کې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لور روښاڼه شوی او يو لړ واقعی عملياتي پلانونه جوړ شوي دي. دغه غونډه به په لا ځواکمن ډول د شلو هېوادونو ډلې هڅونه وکړي چې له بحران څخه د مقابلې له ميکانيزم څخه په اوږده موده کې د ادارې ميکانيزم ته بدل شي.

په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د شلو هېوادونو ډلې د شکل د بدلون په مهم پړاو کې تر سره شوه چې د نړيوالې ټولنې پراخې پاملرنې يې تر لاسه کړې او د بېلا بېلو خواوو ته يې لوړې هيلې ورکړې دي. اوسمهال د نړيوال اقتصاد د بيا احيا کېدو په بهير کې ستونزې، بېلا بېل خطرونه او ناثابت لاملونه شته دي. په دغه سرمشريزه غونډه کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې ابلاغيه خپره شوه چې د دغې ډلې د غړيو تر منځ د همکارۍ لور، هدفونه او تدابير تصديق شوي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د هڅونې په هکله ګډې نظريې تر لاسه شوې دي. د چين د عصري نړيوالو ديپلوماتيکو اړيکو د څيړنيز انسټيتيوټ څيړونکې چن فنګ ينګ وويل (اواز)

په دغو ګډو نظريو کې لومړی له ليري لحاظه راتلونکې ته کتل دی چې نه يوازې په لنډه موده کې بلکې په اوږد راتلونکي کې په مسئلو فکر وشي او په اوږده او اغيزمنه توګه د ادارې ميکانيزم جوړ شي. دغه هدف ډېر څرګند دی. دويم دا چې هراړخيز تدابير جوړ شي او د خبرو اترو نه پر ته په واقعی ډول هر اړخيز تدابير غوره شي.

پوښتنه دا ده چې څنګه عملي شي؟ يعنی څنګه په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوي نظريې عملي شي؟ په دې هکله شن فنګ ينګ وويل (اواز)

د بيلګې په توګه د پولي چوکاټ په اصلاحاتو کې د نړيوال اقتصاد په اداره کولو کې د نويو سمسور شويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو د استازيتوب حقونه ډېر کمزوری دي، نو د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک له اصلاحاتو څخه غوښتنه وړاندې شوې چې د شميرنې لارو بدلون دې په اصلاحاتو کې شامل کړي. په واقعی ډول په راتلونکې کې به دغه کارونه پيل شي. د پولي امنيت شبکه دې جوړ شي چې د پيسو نړيوال صندوق، د پولي چارو د ثبات شورا او د حساب نړيوال بانک دې په ګډه دغه شبکه اداره کړي او دا ډېر مهم دی چې دغه شبکه د پولي امنيت له سيمه ييزو شبکو سره تماس ونيسي او دغه کارونه اوس د روانېدو په حال کې دي.

پرمختګ په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې يو بيرغ دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پرمختګ په ساحه کې د يادې سرمشريزې غونډې د برياليتوبونو د دريو مهمو ټکو ته اشاره وکړه: ويلی: لومړی ځل دی چې د پرمختګ مسئله د نړۍ د عمومي اقتصادي تګلارو په چوکاټ کې د مهم ټکي په توګه ګڼل کېږي. لومړی ځل د م م د ٢٠٣٠ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجندا عملياتي پلانونه جوړ شوي، لومړی ځل د ډله ييزو فعاليتونو له لارې د افريقا او د ډېر وروسته پاتي هېوادونو د صنعتي کېدو ملاتړ کېږي. چن فنګ ينګ وويل (اواز)

د رئيس شي جين پينګ دغه څرګندونې خلکو ته وايي چې خلک بايد ووپوهېږي چې د شلو هېوادونو ډله نه يوازې د خپلو غړيو بلکې د ټولې نړۍ پرمختګ ته پاملرنه کوي. زما په نظر په هانګ جو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې تر لاسه شوې نظريې به د دغې ډلې د پرمختګ نوي پړاو روښانه کړي چې د اقتصادي جوړښت اصلاحات او د نوښت پرمختګ به د شلو هېوادونو ډلې او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ هڅونه وکړي، برسيره پر دې سوداګرۍ او پانګونې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ دوه مهم انجينونه دي. نو دغه سرمشريزه غونډه يو نوی پيل دی او د نړيوال اقتصاد پرمختګ به د شلو هېوادونو ډلې يوه دنده وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای