CRI Online

امريکا کې د 9.11 ترهګريز بريد کاليزه ويادول شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-12 16:23:50

ګرانو اوريدونکو، سلام، زه ... يم او ستاسې پام رااړوم نننۍ تبصرې ته.

پر ځايي وخت د سپتمبر په يوولسمه نېټه د امريکا په نيويارک، پلازمينه واشينګټن او د پنسلوانيا ايالت په شنکسويل ښارګوټي کې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې ترهګريز بريد د ١٥ مې کاليزې د يادونې فعاليتونه ترسره شول. د نويو ترهګريزو ننګونو په تېره بيا د امريکا د ټولنې د ورځ تر بلې بېلتون پر وړاندې ولسمشر بارک اوباما ټينګار کوي چې ټولنيزه او قومي تنوع د امريکا د غښتليتوب سبب دی نه نيمګرتيا، امريکا به ترهګرۍ ته ځان تسليم نه کړي.

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې له ترهګريز بريد راهيسې هرکال په همدې نېټه د امريکا په بېلابېلو ځايونو کې په دغه پېښه کې د قربانيانو د غمرزي فعاليونه ترسره کيږي. پر ځايي وخت د يوولسمې نېټې په سهار د نيويارک د نړيوالې سوداګرۍ په ميدان کې په دغه پېښه کې ژونديان او د قربانيانو خپلوان د وژل شويو کسانو د غمرزي په موخه راغونډ شوي دي.

د امريکاپلازمينې واشنګټن ته نږدې د پنتاګون په کنډوالو کې اوباما وويل، چې د ترهګرۍ خطر بدل شوی دی، نوموړي پدې اړه وويل:

د ترهګرۍ پرضد ١٥ کلنۍمبارزه کې د ترهګرۍ خطر بدل شوی دی. زموږ د دفاعي توان د پياوړتيا په مقابل کې ترهګرو د بريدونو هدفونه کوچني کړي دي، خو دغه ډول بريدونه لاهم مرګانه دي، دغه راز دښمني فکرونه يې هم خپاره کړي او خلک يې د زورزياتي په پېښوکې برخه اخيستلو ته راپارولي دي، ځکه مو مجبوراً په بشټن ، سانببرنردينو او رولانډو کې ترهګريزو بريدونو کې د بې ګناه کسانو د مړينې په مناسبت تعزيت څرګندکړی دی. ))

له دې نه يوه ورځ وړاندې اوباما په سپينې ماڼۍ کې د خپلې تلويزيوني خبرو په ترڅ کې دې ته اشاره کړې چې د امريکا د ملي امنيت ساتونکی سيستم ډېر پياوړی دی او په بشپړه توګه د ورته ترهګريزو بريدونو مخه نيولی شي. خو د بشټن د ماراتون چاودنې او په سان برنرديدو کې د توپک بريد ته ورته ترهګريز بريدونه چې د يو سړي لخوا په لويو تباه کوونکو وسلو ترسره کيږي،کله کله رامنځته کيږي، دغه ډول بريدونه ډېر سخت دي، خو مخنيوی يې اسانه نه دی. اوباما ټينګار وکړ چې که څه هم د هېواد په امنيتي حالاتو کې بدلونونه رامنځته شوي، خو له پنځه لسو کلونو راپدې خوا د امريکا ټولنيز تنوع نه ده بدله شوې چې دا دی امريکا ملي بنسټ دی. اوباما پدې اړه وويل:

((موږ ته معلومه ده چې تنوع زموږ دغه ميراث کمزوری ټکی نه ، بلکې زموږ د قوت سرچينه ده.))

خو د ټولټاکنو په ترڅ کې د ملي امنيت او د ترهګرۍ پرضد مبارزې په برخو کې د دوو ګوندونو ترمنځ جنجال د امريکا د تنوع ټولنې د بېلتون سبب ګرځيدلی دی.

د کمونيست غوښتونکي ګوند کانديد دونالد ترومپ د تېر کال په پای کې د کليفورنيا ايالت په سان برنرديدنو کې له توپک بريد وروسته امريکا ته د مسلمانانو د ننوتلو د ممنوعيت غوښتنه کړې وه چې د کمونيست غوښتونکي ګوند د غړو په شمول د ډېرو کسانو لخوا غندل شوی و. د مخالفينو په نظر د ترومپ افراطي غوښتنې نه يوازې له ترهګرۍ نه د خلکو ويره زياته کړې ، بلکې د قومونو ترمنځ اضداد او دښمني يې رامنځته کړې او په نړيواله ټولنه کې د امريکا د تجريد کېدو سبب شوی دی.

بله خوا په واشينګټن کې سياسي اوضاع د ټولټاکنو په روانېدو سره په دوو قطبونو ويشل شوې ده. د جمهوري غوښتونکو تر کنترول لاندې ولسي جرګې د سپينې ماڼۍ د مخالفت سره سره د روانې مياشتې په نهمه نېټه يوه قانوني لايحه تصويبه کړه چې له مخې يې د سپتمبر د يوولسمې نېټې په بريد کې د قربانيانو خپلوان د سعودي عربستان حکومت ته دعوا وړاندې کولی شي ځکه چې په ١٩ ترهګرو کې ١٥ تنه د سعودي پاسپورټ لري. همدارنګه د مشرانو جرګې چې زيات غړي يې هم جمهوري غوښتونکي دي،د سږکال په می مياشت کې يوه ورته قانوني لايحه وړاندې کړې وه. د سپينې ماڼۍ په قول اوباما به د دغې لايحې د مخنيوي په موخه د ولسمشرۍ د ردونې حق تطبيق کړي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای