CRI Online

د م م د يو اويايمې دورې عمومی اسامبله پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-14 15:34:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د يو اويايمې دورې عمومي اسامبله د سپتمبر په ديارلسمه نېټه په نيويارک د م م په مقر کې پيل شوه چې عمده موضوع ګانې يې په نړۍ کې د کډوالو مسئله او د سوريې کشالې دي.

(اواز........) د م م د عمومي اسامبلې د نوي رئيس پيتر تومسن د لوړې مراسمو په تر سره کولو سره ياده عمومي اسامبله پرانيستل شوه.

روان کال د نړيوالې ټولنې له خوا تر ٢٠٣٠ کاله پورې د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا د پيل کال دی ، نو عمومي اسامبلې د دواملرونکي پرمختګ موخه يعنې د نړۍ د بدلولو عمليات د دې اسامبلې د عمده موضوع په توګه ټاکلي دي.

ښاغلي تومسن په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې هيله څرګنده کړه چې اړوندې خواوې د دې عمومي اسامبلې له لارې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کولو په هکله ژمنې پوره کړي.هغه وويل (اواز..........) په دې پوهيږو چې زياترو کسانو د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا په باب معلومات نه دي تر لاسه کړي او د اړوندو موخو د تر سره کولو لپاره يې حرکت نه دی کړی.که دغه موخې تر سره شي، نو بې وزلي به له منځه يو وړل شي او دواملرونکی پرمختګ به تامين شي.نو په دې وجه د دواملرونکي پرمختګ موخه يعنې د نړۍ بدلولو عمليات د دې عمومي اسامبلې د عمده موضوع په توګه وټاکل شول.

د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجنډا په دې وروستيو کلونو کې د م م له خوا تر لاسه شوې عمده لاسته راوړنه ده چې تېر کال د م م د جوړېدو د اويايمې کاليزې د لمانځنې په سرمشريزه غونډه کې تصويب شوه او اوولس لويې او يوسل او نهه شپېته مشخصې موخې پکې شاملې دي.دا د لومړی ځل لپاره په دې برخه کې د حاکميت لرونکو هېوادونو له خوا تصويب شوی لارښوونکی سند او د اهميت وړ دی.

چين په هر اړخيزه توګه ياده اجنډا پيل کړې ده او د دې عمومي اسامبلې په معمولي مباحثه کې به د دې اجنډا د پلي کولو لايحه خپره کړي او له نورو هېوادونو سره به د چين پرمختيايي افکار او تجربې شريکې کړي.سربېره پردې د شلو هېوادونو د ډلې د اوسني رئيسه هېواد په توګه د چين حکومت د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د عملي پلان د جوړونې د پرمخبيولو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې.د م م د عمومي منشي بان کي مون په شمول نړيوالو شخصيتونو په دې برخه کې د چين د رول لوړه ارزونه وکړه.

د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پرمخبيولو په برخه کې د چين له خوا د لوبول شوی رول په هکله د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې د پرمختيايي تګلارو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر هونګ پينګ فان وويل چې د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ په شمول د چين پرمختايي ستراتيژي او دغه اجنډا يو د بل لپاره پرمخبيوونکی رول لوبوي.هغه وويل (اواز..........)که څه هم د طبيعت له لحاظه د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا سره ځينی توپيرونه لري، خو بنسټيز اصول او موخې يې ګډ ټکی لري او پر دې ټينګار کوي چې بايد د م م د منشور له موخو او اصولو سره سم د ګډ پرمختګ او سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره ډېرې هڅې وشي.

د م م د کډوالو مسئلې په هکله سرمشريزه غونډه چې د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه به تر سره شي،د دې عمومي اسامبلې مهم ټکی دی چې موخه يې د دې مسئلې د حل وفصل لپاره د غړو هېوادونو له خوا د نورو مثبتو او ښو تدبيرونو نيول دي.په دې وروستيو ورځو کې د م م يو سل او درې نوي غړو هېوادونو د دې سرمشريزې غونډې د لاسته راوړنو په هکله يو سند لاسليک کړ چې د اټکل له مخې به د دې سرمشريزې غونډې د تر سره کېدو په همدې ورځ کې په رسمي توګه تصويب شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای