د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د سپتمبر په ١٥مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې پوځ د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه په هېواد کې د اورپکو په موخه پوځي عمليات پيل کړل او تر اوسه پورې يې ٦٢ تنه اورپکی وژلي دي.
په دې اعلاميه کې راغلي، دغه پوځي عمليات د غزني، پکتيا او کندهار په شمول ځينو ولايتونو کې ترسره شول. په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې ٦٢ تنه اورپکی وژلي ، ١٥ نور يې ټپيان کړي او ١١ تنه يې نيولي دي. پنځه حکومتي سرتيري په عملياتو کې وژل شوي.
د روانې مياشتې ١٤مه نېټه د لوی اختر له وروستۍ ورځې سره برابره وه، د افغانستان کورنی وضعيت لا هم ترينګلې دی. په همدې ورځ په کابل کې د يوې بمي چاودنې له امله يو تن وژل شوی او يو تن ټپي شوی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |