د چين نړېوالې راډيو دخبر له مخې د سپتمبر مياشتې له ١٠ نيټې څخه تر ١٦ نيټې پوری د چين په تبت کې د کلتور او سيلانۍ درېيم نړيوال نندارتون ترسره شو. په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خالد هم په کې ګډون کړی و. هغه په دی نظر دی چې چين او پاکستان د سيلانيزې همکارۍ په برخه کې روښانه راتلونکې لري او ويی ويل:
چين او پاکستان د همکارۍ اوږد تاريخ او روښان راتلونکی لري. موږ د دواړو هيوادونو ترمنځ کلتوري همکارۍ د هڅولو لپاره ګډ کوششونه کوو او سيلانی بايد په دې کې يوه مهمه برخه ونيسي. سيلانيزې چارې ستر پټ قوت لري او موږ کولی شو چې د تبت په ګډون د چين په ډيرو ځايونو کې دا تبليغات او اعلانونه وکړو چې په پاکستان هم د بودايي دين سره تړلي تاريخي ځايونه شته ځکه چې ډير کسان غواړي د بودايزم له تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |