CRI Online

قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ کې ځانمرګي بريد ٣٦ تنه وژلي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-18 10:28:26

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان په قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ کې حکومت د سپتمبر په ١٧مه نېټه خبر ورکړ چې په شپاړسمه نېټه په دغه سيمه کې پر يو جومات ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ٣٦ تنه ووژل شول او ١٦تنه نور ټپيان شول.

د مومند ځانګړې سيمې حکومت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره سره وويل په مړه شويو کسانو کې د ٣٥ تنو عمر له ٣٠ څخه ټيټ و او شپاړس تنه له نهمه کلنۍ څخه تر اوولس کلنۍ پورې ماشومان و.

د پاکستاني طالبانو جماعت اکاععدار ډلې د جامات ول اهرار د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د محمند ځانګړې سيمې مامور وويل دغه بريد د مومند ځانګړې سيمې د يو کلي په يو جومات کې رامنځته شو چې په هغه وخت کې ډېرو خلکو لمونځ کاوه. هغه وويل اوس د پاکستان امنيتي پوځ د پيښې ځای کلابند کړی او د لټون فعاليت يې پيل کړی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای