د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمالي برخه کې د ساختماني توکو پر يو بازار اور ولګېده. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سهار په ۱۱ بجو شاوخوا په ياد بازار کې اور ولګېده او پوليس سمدلاسه د پېښې ځای ته ورسېدل.
د پېښې په اړه پلټنه اوس روانه ده. د معلوماتو له مخې، دا له وروستيو دوو مياشتو راهيسې د کابل په ښاري سيمه کې درېيمه اور پېښه ده.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |