CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي نورو هېوادونو او سيمو ته د چين د ملکي تصديو د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-19 15:58:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، درې کاله کېږي چې د چين د يوه کمربند او يوې لارې په اړه پلان خپور شوی دی. تر اوسه چين د دغه پلان په چوکاټ کې له دېرشو هېوادونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د چين ګڼ شمېر ملکي تصدۍ د دغه پلان په رڼا کې د نورو هېوادونو او سيمو بازارونو ته ننوتلي دي او د اړوندو هېوادونو له خلکو سره يې يو ځای له دغه پلان څخه ګټې اخيستې دي. اړوندو کارپوهانو ويلي چې ملکي تصديو د دغه پلان د ابادولو په بهير کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

د چين د ايلي ډله ييز شرکت يو فرعي شرکت يعنې د اوقيانوس د لبنياتو محدود شرکت د نوي زيلانډ په جنوبي برخه د هويماټ په ښار کې پروت دی چې په ۲۰۱۴ کال کې جوړ شوی او په ټوله نړۍ کې د لبنياتو د توليدولو ډېره لويه اډه هم ده. د دغه شرکت عمومي پانګونه له درې مليارډو ژن مين بي يوانو نه زياته ده چې دا د چين او نوي زيلانډ په تاريخ کې ساری نه لري. د دغه شرکت مرستيال جانګ جي وويل، 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د نوي زيلانډ صدراعظم جون کي په ګډه د دغه شرکت د په کار اچولو په مراسمو کې ګډون وکړ. نوي زيلانډ په ګردې کرې کې د لبنياتو د توليدولو په اړه ډېر لوی هېواد دی، نو زياتې غوره منابع هم لري . د دغه هېواد د لبنياتو د صادراتو اندازه په ټوله نړۍ کې لومړی مقام نيسي چې په سلو کې درې نوي برخه شيدي د لبنياتو په توګه چمتو کېږي او نورو هېوادونو ته صادرېږي. په نوي زيلانډ کې د فرعي شرکت جوړول د ايلي ډله ييز شرکت لخوا د يوه کمربند او يوې لارې پلان د پلې کېدو يو تدبير دی او د دغه شرکت د نړيوال کېدو لازمه لاره هم ده.

د چين د سو جو ښار د هنګ تونګ ډله ييز شرکت د مقر په تالار کې د نړۍ يوه نقشه ليدل کېږي او په دغه نقشه باندې په کردې کرې کې د دغه شرکت د پرمختګ نښې انځور شوې دي. دغه شرکت په جنوبي امريکا کې توليدي اډه جوړه کړې او په څه باندې دېرشو هېوادونو او سيمو کې پلورونځي او تخنيکي فرعي څانګې جوړې کړې دي. د دغه شرکت توليدات په څه باندې سلو هېوادونو او سيمو کې پلورل کېږي. د دغه شرکت مرستيال ګاو ان مين وويل، 

اوس په نورو هېوادونو او سيمو کې اته فرعی تصدۍ لرو. په اندونيزيا کې د وکسيل په نوم شرکت چې د کيبل د توليدولو ډېره لويه تصدي ده. موږ د دغې تصدي يوازنی لوی مساهم يو. د سږ کال په پيل کې اړوند مرحله بشپړه شوې ده. دغه راز، موږ په هسپانيا او پورتګال کې په جلا توګه يوه تصدي، په جنوبي افريقا کې درې تصدۍ، په موزامبيک او برازيل کې په جلا توګه يوه تصدي لرو. د څيړلو او توليدولو په برخو کې زموږ شرکت له جنوبي امريکا نه پرته نور بازارونه هم نيولي دي.

د څيړونکو په اند، د يوه کمربند او يوې لارې پلان نورو هېوادونو او سيمو ته د چيني ملکي تصديو د ننوتلو لپاره ښه زمينه برابروي او د ورېښمو لارې پر اوږدو هېوادونو او سيمو کې د دغو تصديو اداري چاپيريال هم ښه شوی دی، د سوداګرۍ ګواښونه يې کم شوي او د پرمختګ فضا يې پراخه شوې ده. د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، د دغه پلان په اړوندو هېوادونو کې د چين د عمومي پانګونو اندازه له پنځوسو مليارډو امريکايې ډالرو نه زياته شوې ده چې دغه رقم په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين په عمومي پانګونو کې دوولس سلنه برخه نيسي. له دې جملې څخه په نورو هېوادونو کې د چين د ملکي تصديو لخوا پانګونې د چټک زياتوالي په حال کې دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د څيړنې اکاډمۍ پخواني مشر هوه جيان ګوه وويل، 

ملکي تصديو د ملکي تګ راتګ او سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دغه پلان د اړوندو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينکې کړې دي. د خلکو ترمنځ د تګ راتګ پرمختګ د دغه پلان د سمسورتيا سبب ګرځي. زما په اند، په راتلونکي کې به د ملکي تصديو رول نور هم پياوړی شي. ځکه چې د پيسو د راغونډولو توان د دغه پلان په چوکاټ کې د پروژو د پرمختګ لپاره کليدي اهميت لري. دا به کافي نه وي چې يوازې د اسيا د اساسي تاسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې د صندوق لخوا پانګې واچول شي، بلکې موږ د لا زياتو نړيوالو پولي ارګانونو او ملکي تصديو ګډون ته اړتيا لرو. په دې نسبت به ښې لاسته راوړنې هم تر لاسه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای