CRI Online

چين د افغانستان د پوليسو دولتي روغتون ته د طبي مالونو بسپنه ورکړه.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 08:47:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په کابل کې د چين سفارت د سپتمبر په ۱۹مه نيټه د افغانستان د پوليسو دولتي روغتون ته د ۳ لکو يوانو په ارزښت د طبي مالونو بسپنه وکړه څو چې د دغه روغتون لخوا د ناروغانو منلو توان پياوړی شي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي رحيمي د بسپنې په مراسمو کې د چين له مرستو څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل چې موږ غواړو له چين سره همدا شان همکارۍ ته دوام ورکړو او هېڅکله به له افغانانو څخه ستاسو ملاتړ هېر نه کړو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات د طبي چارو مسؤل ښاغلي شينواري هيله وښودله چې چين د طبي تاسيساتو د بشپړولو او د طبي کارکوونکو د مسلکي سويې د لوړولو لپاره له ياد روغتون سره مرسته وکړي څو چې چيني ډاکتران افغانستان ته راشي او افغان ډاکتران هم د زده کړې په موخه چين ته لاړ شي.

په افغانستان کې د چين سفارت د پوليسو چارو مستشار ښاغلي جاو هونګ تيان وويل چې چين به تر خپلې وسې پورې افغانستان ته مرستې برابرې کړي او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي همکارۍ پياوړې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای