CRI Online

د افغانستان پوليس : امريکايي ځواکونو په دغه هېواد کې پر يوي پوستې بريد کړی چې له امله يې اته تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 08:59:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د سپتمبر په نولسمه نېټه وويل، د سپتمبر د اتلسمې نېټې په شپه، امريکايي ځواکونو د اورزګان ولايت په هوايي عملياتو کې د پوليسو يوه پوسته په نښه کړې چې له امله يې اته پوليس وژل شوي دي.

د ځايي پوليسو يو مشر د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، دغه پوسته د اورزګان ولايت د ترينکوټ ښار په شاوخوا سيمه کې پرته ده. د دې پوستې په نژدې سيمه کې د طالبانو سنګرونه هم شته، خو دغه پوسته د هوايي بريد موخه ګرځېدلې. د دې ولايت يوه پارلماني غړي د افغانستان ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، امريکا په همدې شپې د دوو ځلو لپاره پر دې پوستې هوايي بريدونه وکړل او په دوهم بريد کې يې لږ تر لږه اته تنه پوليس وژلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای