CRI Online

په کابل پوهنتون کې د چين سفارت د سکلرشيپ ورکولو مراسم تر سره شول.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 09:15:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر په ۱۹مه نيټه د کابل پوهنتون په کونفوسيوس پوهنځي کې د چين سفارت د سکلرشيپ ورکولو مراسم تر سره شول.

ياد سګلرشيپ په افغانستان کې د چيني سفارت لخوا برابرېږي او موخه يې په کونفوسيوس پوهنځي کې د غوره محصيلينو هڅونه ده. د دغه سکلرشيپ اندازه ۳۰ زرو امريکايي ډالرو ته رسېدلې او څه باندې ۸۰ تنو افغان محصيلينو تر لاسه کړي دي.

د کابل پوهنتون مرستيالې مېرمن ريحانه پوپلزي په يادو مراسمو کې له چيني سفارت او ښوونکو څخه مننه څرګنده کړه او محصيلينو ته يې وويل چې په زده کړه کې بايد زيار وباسئ او ژر تر ژره استعداد لرونکي کسان وګرځئ.

په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ له ښوونيزې تبادلې څخه د ملاتړ له امله له کابل پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه هم مننه څرګنده کړه او محصيلين يې تشويق کړل چې چيني ژبه او کلتور په جدي توګه زده کړي او د چين او افغانستان ترمنځ د دوستۍ پياوړتيا لپاره دې خدمتونه تر سره کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای