CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ: چين غواړي د پناه وړونکو او مهاجرينو مسئلې د حلولو لپاره د خپل توان سره سم مناسبه دنده پر غاړه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 10:35:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د سپتمبر د نولسمې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په نيويارک کې د م م مقر کې د لويه پيمانه لرونکو پناه وړونکو او مهاجرينو د انتقال مسئلې په اړه د م م د يو اويايمې عمومي اسامبلې په يوه عالي رتبه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي د يو لوي پرمختيايي هېواد په توګه د خپل توان سره سم مناسبه دنده پر غاړه واخلي او د يادې مسئلې د حلولو په هکله له اړوندو نړيوالو سازمانونو او پرمختيايي هېوادونو سره درې اړخيزې همکارۍ وکړي.

د سږ کال له پيل راهيسې، د لويه پيمانه لرونکو پناه وړونکو او مهاجرينو د انتقال مسئله د ګڼ شمېر هېوادونو په مخ ستونزه ګرځېدلې ده او د م م د يو اويايمې عمومي اسامبلې د پاملرنې وړ ټکی هم دی. صدراعظم لي که چيانګ په همدې ورځ په خپله وينا کې وويل، چې د پناه وړونکو او مهاجرينو مسئله په نړيوالې سولې او پرمختګ او سيمه ييز ثبات پورې نژدې اړيکې لري. د لويه پيمانه لرونکو پناه وړونکو او مهاجرينو انتقال د يو لړ سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او امنيتي مسئلو سبب ګرځېدلي دي. ده وويل، 

اوسمهال په ګردې کرې کې د پناه وړونکو او مهاجرينو شمېرې د چټک زياتوالي په حال کې دي چې په تېرو څو لسګونو کلونو کې ساری نه لري. دغه مسئله په اړوندو هېوادونو باندې فشار اچوي، سيمه ييزې سولې او ثبات ته ګواښ لري، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په لاره کې خنډونه اچوي او ترهګرۍ ته فرصت برابروي. دغه مسئله نه يوازې يوه سيمه ييزه مسئله ده، بلکې يوه نړيواله مسئله هم ده، نو هر هېواد ورسره اړيکې نه شي پرې کولای، نړيواله ټولنه بايد د دغې مسئلې د حلولو لپاره کوښښ وکړي.

نوموړي وويل، چې دغه مسئله بايد د تاريخي لاملونو او د بېلا بېلو هېوادونو د توانونو سره سم حل شي. د م م د پناه وړونکو رياست او د پناه وړونکو نړيوال سازمان بايد د منځګړيتوب رول ولوبوي. د دې ترڅنګ هغه هېوادونه چې پناه وړونکي او مهاجرين ورڅخه راغلي، بايد په خپل هېواد کې د دغې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. ده وويل،

هغه هېوادونه چې د پناه وړونکو او مهاجرينو د انتقال لارې او موخې دي، بايد د خپل توان سره سم مناسب رول ولوبوي. اوس د دغو هېوادونو پر غاړه تر ټولو لومړۍ دندې دا دي چې د پناه وړونکو د ژوند د تامينولو لپاره پيسې او مالونه راغونډ کړي او د کسانو د ناقانونه قاچاق او د ترهګريزو کړو وړو پر ضد مبارزه وکړي. دغه راز، د دغې مسئلې حلول د هغو هېوادونو په کوښښونو پورې نژدې اړه لري، کوم چې پناه وړونکي او مهاجرين ورڅخه راغلي. جګړه، شخړه او بې وزليتوب د پناه وړونکو مسئلې عمده لاملونه دي. اړوند هېوادونه بايد د خبرو اترو او سلامشورو له لارې شخړې حل کړي. نړيواله ټولنه بايد د سوله ييزو خبرو اترو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي، تر څو د ټولې نړۍ يووالی او ثبات وساتل شي.

صدراعظم لي که چيانګ وويل، چې چين غواړي د يو لوي پرمختيايي هېواد په توګه د خپل توان سره سم مناسبه دنده پر غاړه واخلي. ده وويل، 

چين تل د پناه وړونکو او مهاجرينو مسئلې ته پاملرنه کوي او د دغې مسئلې د حلولو لپاره زيار باسي. د اقتصاد د وروسته پاتې په وخت کې هم چين له پناه وړونکو سره مرسته کړې ده. اوسمهال د چين اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی، خو چين لا هم يو پرمختيايي هېواد دی. چين غواړي د خپل توان سره سم مناسبه دنده پر غاړه واخلي. دا مسؤلانه عمل دی.

د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د م م د جوړېدو راپدېخوا د لويه پيمانه لرونکو پناه وړونکو او مهاجرينو د انتقال مسئلې په باب لومړۍ عالي رتبه غونډه ده. په دغه غونډه کې د م م د عمومي اسامبلې د پريکړه ليک په توګه د پناه وړونکو او مهاجرينو مسئلې په اړه د نيويارک اعلاميه خپره شوه. نړيوالې ټولنې د پناه وړونکو او مهاجرينو د حق د ساتلو، د پناه وړونکو د منلو په هکله له اړوندو هېوادونو سره د مرسته کولو، د پناه وړونکو او مهاجرينو لخوا د شويو خدمتونو د منلو او د بشردوستۍ مرستې د ښه والي په باب يو لړ ژمنې کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای