CRI Online

د باختر خبري اژانس مشر: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د سيمه ييز پرمختګ او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د نژديوالي په ګټه دی.

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 14:21:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د باختر خبري اژانس مشر مطېع الله اباسين چې اوس د چين، اسيا او اروپا ۵مې دورې نندارتون تر چوکاټ لاندې د مطبوعاتي وزيرانو په غونډه کې ګډون لري، د سپتمبر په ۱۹مه نيټه په اروموچي کې څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د چين وړانديز د سيمه ييز پرمختګ او د اړوندو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د نژديوالي په ګټه دی. د ده په اند خبري رسنۍ د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې مهم رول لري.

هغه وويل چې د اسيا د يو لوی اقتصادي هېواد په توګه د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ډېر يو مثبت وړانديز دی چې د سيمې د اقتصادي پرمختګ، د کلتوري اړيکو پياوړتيا، په سوله او همغږۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ګډ ژوند، د وروسته پاتې هېوادونو د چټک پرمختګ، د نړۍ د بېلا بېلو لويو وچو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او د تبعيض، زورزياتي، ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو لپاره ستر اهميت لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای