CRI Online

په بهر کې د چين د پانګونو او همکارۍ اتمه غونډه به تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-21 16:26:10

د توليدي انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ د لومړې دورې فورم يعنی په بهر کې د چين د پانګونو او همکارۍ اتمه غونډه به د اکتوبر په شلمه نېټه په بيجينګ کې تر سره شي. دغه غونډه به د توليدي انرژۍ په چارو کې د همکارۍ او د ګډ پرمختګ تر عنوان لاندې وي چې د ښودنې محتويات به يې نور لا غني شي، په غونډه کې به د برخوالو هېوادونو او تصديو د ګډون اندازه لا نوره زياته شي او مهم ټکي به نور هم څرګند شي. تر اوسه پورې څه دپاسه اتياوو هېوادونو او سيمو په دغه غونډه کې د ګډون تصديق کړی دی.

په بهر کې د چين د پانګونو او همکارۍ په هکله د چين د يوازينی هراړخيز فعاليت په توګه د څه دپاسه اوو کلونو د کوښښونو له لارې په بهر کې د چين د پانګونو او همکارۍ غونډه بهر ته د چيني تصديو د وتلو او د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د چيني پانګو د راجلبولو يوه دروازه ګرځيدلې ده.

د مالوماتو له مخې بهر ته د تللو په اړه د چين د ستراتيژۍ او د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د توليدي انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ د هڅولو لپاره په نوموړې غونډه کې به دتوليدي انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ فورم جوړ شي چې د اوسپنيزو لارو، بريښنا، کيمياوي صنعتي چارو، د موټرو توليد، د پروژو لپاره د ماشينونو، د هوانوردۍ، بيړيو او سمندري پروژو په شمول دوولسو ساحو کې د وريښمو لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ ته به خدمتونه برابر کړي.

د سپتمبر په شلمه نېټه د دغې غونډې د تياري کارونو په هکله يوه خبري ناسته کې د چين په بهر کې د اقتصادی پرمختګ ټولنې مشر هو وې پينګ وويل(اواز)

د انرژۍ په چارو کې د نړيوالې همکارۍ فورم به د انرژۍ په چارو کې د همکارۍ او ګډ پرمختګ تر عنوان لاندې غونډه وي چې په چين کې به لومړی د هېواد بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو پورې اړه ولري، په مختلفو مهمو چارو پورې به اړه ولري او د نړۍ مهمو هېوادونو ته به يې مخ وی او اوسنيو تګلارو او د پرمختګ تمايل ته به پاملرنه وکړي. د هېواد په دننه او بهر کې د سياست او سوداګرۍ په اړه کارپوهان به په غونډه کې د اړوندو تودو ټکو په هکله بحثونه وکړي.

د شميرنې له مخې له ٢٠١٢ کال څخه تر اوسه پورې په بهر کې د چين د غير پولي چارو د پانګونو اندازه په پر له پسي څو کلونو کې په نړۍ کې دريم مقام نيولی دی. د سوداګرۍ وزارت په شمول د اړوندو څانګو د تازه شميرنې له مخې د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين په دننه کې پانګونکو د ١٥٦ هېوادونو په ٥٤٦٥ تصديو کې مستقيمې پانګونې کړې چې اندازه يې ١٠٢ مبيليارډه او ٧٥٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي او د تير کال د همدې مودې په پرتله ٦١ اعشاريه اته سلنه زياته شوې ده. په بهر کې د چيني تصديو د ځايي کېدو حالت په پر له پسي توګه پياوړی شوی او په دغو هېوادونو کې يې د ګمارنې او کارونو د زياتوالي او د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي دي.

د مالوماتو له مخې د امريکا، کاناډا، روسيه، بيلجيک، هنګري په شمول څه دپاسه اتيا هېوادونه او سيمې به په نوموړې غونډه کې ګډون ولري چې په غونډه کې به ميلمانو ته په بېلا بېلو هېوادونو کې د پانګونو د چاپيريال، د چارو د ښيګنو او د پانګونو د پلانونو په هکله مالومات ورکړي.

په چين کې د هنګري سفارت د سوداګريزو چارو مستشار ګابور سزيکيلي وويل(اواز)

په وروستيو کلونو کې په هنګري کې د چين د پانګونو اندازه له ٣بيليارډو او ٥٠٠ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه او په راتلونکې کې يې د پرمختګ تمايل هم ډېر ښه دی. زما په نظر دغه غونډه په هنګري کې د چيني تصديو پانګونو او همکارۍ ته ښه فرصتونه برابروي. د چيني پانګونکو په هکله هنګری يو ښه هدف هېواد دی، څرنګه چې موږ د اروپا د ٥٠٠ مليونه مصرفونکو بازار ته د ننوتلو فرصت لرو او د توليدي انرژۍ په چارو کې د چين او هنګري تر منځ د همکارۍ فضا ډېره لويه ده. زموږ هېواد په اروپا کې د توليد مرکز ګرځيدلی شي. زما په اند دغه غونډه به نه يوازې د چين او هنګري ته ګټې ورسوي بلکې د چين او د منځنی او ختيځې اروپا د هېوادونو تر منځ اړيکې هم هڅولی شي او د يو اقتصادی کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې له چين سره مرسته کولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای