CRI Online

لي که چيانګ د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-22 09:11:29

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ٢١مې نيټې په سهار په نيويارک کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره کتنه وکړه.

لي که چيانګ وويل چين او پاکستان د هراړخيزو ستراتيژيکو همکارۍ دوستان دي او تل يو د بل ټينګ ملاتړ کوي. چين غواړي چې په جګ پوړې کچه له پاکستان سره تګ راتګ زيات کړي، په هراړخيزه توګه له پاکستان سره واقعی همکارۍ ټينګې کړي، په نړيوالو چارو کې له پاکستان سره همغږۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې نوې قوې واچوي.

لي که چيانګ وويل اوس د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادی دهليز په مرکزيت د دواړو هېوادونو واقعی همکارۍ ټينګې شوې. هېله ده چې په راتلونکی پړاو کې دواړه هېوادونه د اقتصادی دهليز د ابادی پلان عملی کړي، د ګوادر بندر او اړوندو تاسيساتو ابادۍ چټکې کړي، د لا زياتو تصديو هڅونه وکړي چې په صنعتي مرکز کې ګډون ولري، د ښوونې، درملنې او روغتيا، څښاکو اوبو په شمول د خلکو د ژوند په اړوند په چارو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي چې د پاکستان په لا پراخو سيمو کې خلکو ته ګټې ورسوي. هېله ده چې پاکستان د امنيت او خطرونو د مخنيوي کارونه پياوړي کړي او په پاکستان کې د چيني پروژو او کسانو د امنيت تامين کړي.

نواز شريف وويل پاکستان او چين ټينګ دوستان دي او يو د بل ملاتړ کوي. اوس په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ نوي پړاو ته داخل شو. پاکستان له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، له چين سره د همکارۍ لپاره کوښښ کوي او په دې خوښ دی چې د پاکستان او چين تر منځ اقتصادی دهليز په فعاله توګه د ابادۍ په حال کې دی. پاکستان به د دغه دهليز د جوړونې هڅونه وکړي او د چينايي کارکوونکو د امنيت ساتلو لپاره تدابير غوره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای