CRI Online

لا هم سوله د افغانستان و ښګلت تجملۍ هېله ده

cri     (GMT+08:00) 2016-09-22 16:28:24

د سپتمبر ٢١مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د نورو سوله غوښتونکو هېوادونو د خلکو په شان د افغانستان خلکو هم په دغه ورځ د جګړو د پای ته رسيدو او په خپل وطن کې د سولې او ثبات د ژر رامنځته کېدو دعا وکړه.

د افغانستان خلکو د غونډو تر سره کولو او په جوماتونو کې د لمونځ کولو له لارې د سولې د نړيوالې ورځې يادونه وکړه او په همدې ورځ يې له وسله والو څخه غوښتنه وکړه چې وسلې کيږدي او د افغانستان د بيا رغونې لپاره کوښښ وکړي. د افغانستان د سولې عالي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل افغانستان مجبورا د جګړو قربانی شوی دی او د حکومت ضد له وسله والو څخه يې غوښتنه کړې چې جګړه پای ته ورسوي او له حکومت سره خبرې اترې تر سره کړي تر څو د هېواد په دننه کې د بحران د حلولو لارې پيدا کړي.

خو طالبان او داعش او نور وسله وال لا هم د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د حکومتي پوځ په ضد جنګيږي. د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراييه رئيس عبدالله عبدالله تر منځ توپيرونه او اختلافونه ورځ په ورځ ډېرېږي، که څه هم دواړه خواوې غواړي خپلمنځي توپيرونه حل کړي، خو د دواړو مشرانو په استازيتوب ډلو تر منځ توپيرونه ډېر ټينګ او سخت دي، نو د دغو توپيرونو د حلولو په بهير کې ډېرې ستونزې شتون لري. د حکومت او پوځ د مختلفو حکومتي څانګو تر منځ د همغږۍ چارې هميشه سمې نه دې، نو ځکه طالبانو او داعش هم د خپلو فعاليتونو د پراخولو فرصتونه پيدا کړي دي.

په همدې وخت کې د افغانستان بېلا بېلو ټولنو د حکومت او د حکومت ضد د حزب اسلامي ګوند تر منځ د سوله ييز تړون په هکله مختلف غبرګونونه راپورته شوي دي چې ژر به لاسليک شي. د حزب اسلامي ګوند په افغانستان کې د طالبانو او داعش وروسته دريمه وسله واله ډله ده او تل يې د حکومتي پوځ او د امريکا په مشرۍ د ناتو له ائتلاف سره جګړې کړې. د تړون له مخې دغه ډله به د سياسي ګوند په توګه ثبت کړي. د سياسي څيړونکو په اند دا به د نورو وسله والو هڅونه وکړي چې له حکومت سره خبرې اترې وکړي تر څو په افغانستان کې نښتې کمې شي. خو د ځينو خلکو په نظر دا به د وسله والو او د حکومت د فساد لرونکو کسانو ګټې وساتي.

د افسوس خبره دا ده چې د پر له پسي جګړو له امله د افغانستان خلکو د سولې باور له لاسه ورکړی دی. د کابل اوسيدونکی ٢٣ کلن شريف وايي په افغانستان کې د دايمي سولې رامنځته کېدل زما له کوچنيتوب څخه يوه هېله ده. په ٢٠٠١ کال کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف طالبان مات کړل، خو ١٥ کلونه تير شول، موږ بيخی د سولې رڼا نه ده کتلی. په مليونو افغانانو په شان د دې امکان شته چې زه د اوږد وخت او ستونزو ګاللو سره له خپل ټاټوبی څخه د اروپا امنيتي ځای ته ولاړ شم.

د شميرنې له مخې ٢٠٠١ کال په افغانستان کې له جګړې راهيسی په دغه هېواد کې شاو خوا يو لکه او ٤ زره تنه د جګړو له امله مړه شوي چې ٣١ زره تنه يې عادی خلک دي. په افغانستان کې د م م مرستندويې ډلې د روان کال د جولای په مياشت کې د يوې شميرنې په خپرولو سره وويل د ٢٠١٦ کال په لومړې نيمايي کې په دغه هېواد کې د جګړو له امله ١٦٠١ تنه عادی خلک مړه شوي او ٣٥٦٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

د روان کال د سولې د نړيوالې ورځې عمده مضمون د دواملرونکي پرمختګ هدف او د سولې بنسټيز جوړښت دی. د افغانستان د پلازمينې کابل اوسيدونکې ګل وايي سوله د پرمختګ او سمسورتيا بنست دی. يوازې په سوله ييز چاپيريال کې کارونه او ژوند تامينېدای شي او بی وزلۍ له منځه وړلی شي. هغې دعا وکړه چې په خپل ژوند کې په افغانستان کې د دايمی سولې او ثبات چاپيريال وګوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای