CRI Online

افغان حکومت او د افغانستان اسلامي حزب د سوله ييز تړون مسوده لاسليک کړه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-23 10:53:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حزب د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه په کابل کې د سوله ييز تړون مسوده لاسليک کړه، دا د افغانستان د سوله ييز بهير د بشپړېدو ډېر مهم ګام دی.

د سولې عالي شورا مشر سيد احمد ګيلاني او د افغانستان د اسلامي حزب مرکچي او د ياد ګوند په استازيتوب محمد امين کريم د سوله ييز تړون مسوده امضا کړه. دا له قدرت نه د طالبان حکومت د غورزېدو وروسته د نوي حکومت او وسله والو تر منځ لاسليک شوې لومړۍ سوله ييزه مسوده ده. سوله ييز تړون به د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار لخوا د لاسليکولو وروسته په رسمي ډول نافذ شي.

د افغان حکومت د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر د دې مسودې له لاسليکولو وروسته وويل، هيله لرم چې دواړه خواوې ژر تر ژره په دې مسوده کې ټاکل شوې غوښتنې پلې کړي. د افغانستان اسلامي حزب به د دې مسودې سره سم د هېواد د رغونې او د دايمي سولې او ثبات لپاره کوښښونه وکړي.

محمد امين کريم په همدې ورځ وويل، دغه مسوده په ټول هېواد کې د دايمي سولې او امنيت د رامنځته کېدو لپاره لومړی ګام دی. هغه له نورو وسله والوڅخه هم وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کيږدي او د حکومت سره يو ځای د سوله ييزو خبرو اترو له لارې د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي ، نوموړي په عين وخت کې دا هم وويل، چې د افغانستان اسلامي حزب به له مبارزې څخه لاس وا نه خلي، تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

د افغانستان اسلامي حزب د طالبانو او داعش وروسته د افغانستان دريمه لويه وسله واله ډله وه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای