CRI Online

د افغانستان د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لاسليک شوه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-23 16:25:57

د افغانستان د سولې عالی شورا او په دغه هېواد کې د حکومت ضد دريمه وسله واله ډله حزب اسلامي د څه دپاسه يو کال له خبرو اترو وروسته د سپتمبر په ٢٢مه نېټه په کابل کې د سولې هوکړه لاسليک کړه چې دا په افغانستان کې د سوله ييز بهير د رامنځته کېدو په لاره کې يو مهم ګام پورته شوی دی.

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د واک له غورځولو راهيسی دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت او ځايي وسله واله ډله د سولې هوکړه لاسليک کړه او د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګليدين حکمتيار له لاسليک وروسته د پلي کولو وړ ګرځي. د حزب اسلامي د پلاوي مشر محمد امين کريم وويل (اواز)

دا د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه ده چې هدف يې په ټول افغانستان کې په هراړخيزه توګه د سوله ييز بهير پيل دی.

کريم د حکومت ضد له نورو وسله والو ډلو څخه هم غوښتنه وکړه چې وسلې کيږدي، جګړې پای ته ورسوي او د سوله ييزو خبرو اترو له لارې له دولت سره يو ځای د افغانستان د دايمی سولې د رامنځته کېدو لپاره کوښښ وکړي. خو کريم زياته کړه چې حزب اسلامي به د افغانستان په دننه کې د ټولو بهرنيو ځواکونو له وتلو څخه به لاس وانه خلي جګړې پای ته ونهرسوي. د افغانستان د سولې عالی شورا رئيس سيد احمد ګيلاني وويل (اواز)

د جګړې يوازينې نتيجه زيانونه دي، نو زه د حکومت ضد له ټولو مخالفو ډلو څخه غوښتنه کوم چې د سولې او جوړجاړی له لارې خپل هدفونه عملي کړي.

حزب اسلامي په افغانستان کې د طالبانو او داعش وروسته دريمه لويه وسله واله ډله ده او تل يې د حکومتي پوځ او د امريکا په مشرۍ د ناتو له ائتلاف سره جګړې کړې. ګلدين حکمتيار د حزب اسلامي مشري کوي او پخوا يې د ګوريلار په لارښوونه په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له تيري کوونکي پوځ سره هم جګړه وکړه ، تل به د امريکا د حکومت ملاتړ ورسره و او د افغانستان د صدراعظم په توګه يې دنده تر سره کړې ده. خو نوموړي د امريکا له خوا د نړيوال ترهګر په توګه ونومول شو.

د افغانستان د خبري رسنيو د خبر له مخې د سولې هوکړې د لايحې عمده محتويات عبارت دي: حزب اسلامي ژمنه کوي چې ټول پوځي عمليات به ختموي، خپلې ټولې کوچنې وسله والې فاعی ډلې به منحل کوي، له ترهګريزو ډلو څخه به جلا کيږي او د افغانستان اساسي قانون به مراعاتوي، په همدې وخت کې به د فعال سياسي ګوند په حيث په بېلا بېلو کچو د هېواد په انتخاباتو کې ګډون وکړي. حکمتيار به د مشاور په توګه د دولت د تدبيرونو په هکله په بحثونو کې برخمن وي.

د افغانستان حکومت به د حزب اسلامي ته د جبران په توګه د حزب اسلامي د ځينو غړيو پخواني جرمونه بخښي کړي، د دغې ډلې بنديان خوشی کيږي، له پاکستان څخه راغلی شاو خوا شل زره تنه کډوال به ځای پر ځای کوي چې زيات شمېر يې د حکمتيار پيروان دي. برسيره پر دې د افغانستان حکومت به د حکمتيار په شمول د دغې ډلې د مشرانو د امنيت ساتلو خدمتونه وکړي. د نړيوال ترهګر په توګه د حکمتيار هويت په هکله د افغانستان حکومت په يوه اړخيزه توګه د دغه هويت د له منځه وړلو توان نه لري، خو له دغې چارې سره به مرسته وکړي.

د افغانستان بېلا بېلو ټولنو د سولې هوکړې د لاسليکېدو په هکله مختلف غبرګونونه ښودلی دي. سره له دې چې د ځينو سياسي څيړونکو په اند په سوله ييز بهير کې د حزب اسلامي ګډون په افغانستان کې جګړې پای ته نه شی رسولی، خو د نورو وسله والو ډلو هڅونه کولی شي چې د دغه ګوند په شان کړنه تر سره کړي او په افغانستان کې نښتې کمې کړي. خو د ځينو خلکو په اند دغه عمل به وسله وال او په دولت کې فساد لرونکي کسان وساتي. دوی شک لري چې په دولت کې د حزب اسلامي مشر حکمتيار څه رول لوبوي او سوله ييز بهير به پلي کړي او يا نه.

په همدې ورځ د سولې د هوکړې د لاسليکېدو په ځای کې د افغانستان ولسمشر ته د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حميف اتمر وويل (اواز)

حزب اسلامي څرګنده کړه چې دوی په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو هيله لري. نن زه هم طالبانو ته بلنه ورکوم چې ژر پريکړه وکړي او د سولې د انتخابولو وخت رارسيدلی دی.

ژباړونکې:ډيوه


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای