د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له نشه يي موادو سره د مقابلې په اړه د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو غونډه د سپتمبر په ٢٦مه نېټه په کابل کې ترسره شوه. په دې غونډه کې يوه اعلاميه خپره شوه چې له مخې يې نشه يي توکيو د خلکو امنيت او روغتيا ته ډېر زيانونه رسوي او د هېواد دوامدار پرمختګ ويجاړوي، بېلا بېل هېوادونه بايد په ګډه ورسره مقابله وکړي.
ياد پنځه هېوادونه افغانستان، ايران، تاجکستان، روسيه او پاکستان دي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د سپتمبر په ٢٥مه نېټه پيل شوه او د افغانستان د نشه يي توکيو پر ضد د مبارزې ادارې لخوا کوربه شوه. خو پاکستان په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |