CRI Online

د م م د ٧١ مې دورې عمومي اسامبلې عادي بحث پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 09:33:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د٧١مې دورې عمومي اسامبلې عادي بحث د سپتمبر په ٢٦ مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې پای ته ورسيد. د دې بحث په موده کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د دوامدار پرمختګ د اجنډا د پلي کولو، د کډوالو بحران، د سوريې شخړې، د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې په شمول يو شمېر نړيوالو او سيمه ييزو تودو او د علاقې وړ مسئلو په اړه بحثونه وکړل.

د م م د سرمنشي مرستيال جان يلياسون د بحث تر پای ته رسيدو مخکې د سرمنشي بانکي مون په استازيتوب د يوې وينا په ترڅ کې وويل، چې د م م د عمومي اسامبلې عادي بحث د نړۍ لپاره د بدن تودوخې درجې د معلومولو شېبه ده،که څه هم د نړۍ اوسنۍ بدني تودوخې درجه لوړه ښکاري، خو لاهم دغه عادي بحث خلکو ته اميد ورکړی دی. په دې بحث کې د ٢٠٣٠ کال د دوامدار پرمختګ د موخو د پوره کولو لپاره نوی بنسټ کېښود او د کډوالو مسئلې د حل په موخه يوه سياسي اعلاميه تصويب شوه. همدارنګه نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې سياسي چاره د سوريې مسئلې د حل يوازينۍ لاره ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای