CRI Online

لي که چيانګ د کيوبا له انقلابي مشر فيدل کاسترو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 10:34:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د سپتمبر په ٢٥مه نېټه په هاوانا کې د کيوبا له انقلابي مشر فيدل کاسترو سره وکتل.دواړو خواوو د چين او کيوبا ترمنځ د اړيکو،د نړيوالې سولې،سيمه ييزو مسئلو او د غلودانو د امنيت په اړه د نظريو تبادله وکړه او خبرې اترې يې وکړې.د لي که چيانګ مېرمن چنګ هونګ هم په کتنه کې ګډون درلود.

لي که چيانګ لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب فيدل کاسترو ته نيکې هيلې وړاندې کړې.هغه زياته کړه چې له کيوبا څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنې په وخت کې هغه له فيدل کاسترو سره ژوره خبرې اترې کړې وې.موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګورو .موږ غواړو له کيوبا سره متقابل سياسي باور ټينګ کړو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي پياوړې کړو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای