CRI Online

نړيوالې ټولنې له کيوبا څخه د صدراعظم لي که چيانګ د ليدنې ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 11:18:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:پر ځايي وخت د سپتمبر له ٢٤مې نېټې څخه تر ٢٦ نېټې پورې د چين صدراعظم لي که چيانګ له کيوبا څخه ليدنه وکړه.دا د چين او کيوبا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٥٦ کلونو راهيسې له کيوبا څخه د چين د صدراعظم لومړنۍ ليدنه ده.نړيواله ټولنه دغې ليدنې ته ډېره پاملرنه کوي.د دې ليدنې له لارې به نه يوازې د چين او کيوبا ترمنځ دوديزه دوستي او دوه اړخيزه واقعي همکاري پياوړې شي،بلکې د چين او لاتينې امريکا ترمنځ اړيکې او د جنوب او جنوب ترمنځ همکارۍ به لوړې سويې ته ورسېږي.

د کيوبادبلاتي انټرنيټي شبکې د کيوبا د بهرنۍ سوداګرۍ او د بهرنۍ پانګونې وزير رودريګو ملميرکا دياز په قول ويلی چې د کيوبا او چين حکومتونو په مخابراتي،سيلانيزو او طبي برخو کې نوي همکاريز موافقه ليکونه لاسليک کړي چې په منځنۍ او اوږدې مودې کې ستراتيژيک نظر لري.

د کيوبا د ګرنما ورځپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې د چين د صدراعظم ليدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ او د نورو همکاريو پياوړي کېدل دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای