CRI Online

په شي ان کې د يو کمربند او يوې لارې نړيوال سمينار پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 14:24:41

د سپتمبر په ٢٦ مه نېټه د چين په لرغوني شي ان ښار کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه نړيوال سمينار پرانيستل شو. په دغه سمينار کې د ٣٥ هېوادونو او سيمو څه باندې ٣٠٠ ګډونوالو د سمينار د اصلي موضوع يعنې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لارې د تاريخ او راتلونکي پرمختګ په اړه سلامشورې وکړې. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او هم د چين اطلاعاتو وزير ليو چي باو د سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې د خلکو ترمنځ د زړونو پيوستون او د ګډې همکارۍ د هڅونې تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه، نوموړي وويل:

(( ګډه يادونه اود ګډو ګټو پربنسټ پرمختګ د دغه فورم اصلي موضوع ده. دغه موضوع د تاريخي ميراثونو په اړه زموږ د مينې، د ګډې ودې په اړه د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو د نيکو هيلو او د نړيوالې سوله ييزې ودې په اړه زموږ د مسئولانه رويې ښکارندويې کوي.))

ليو چي باو د ورېښمو لارې د راژوندي کولو په اړه څلور فقره ييز وړانديز وکړ، نوموړي پدې اړه وويل:

((لومړی موږ بايد پر متقابل درناوي او اعتماد ټينګار وکړو او د ګډې همکارۍ بنسټ دې ټينګ کړو. دوهم، په ورخلاصون دې ټينګار وکړو او د همکارۍ فرصتونه دې ونيسو. درېيم، پر نوښت دې ټينګار وکړو او د ګډې همکارۍ لپاره دې خوځنده ځواک پيدا کړو. څلورم پر سوله ييزې ودې دې ټينګار وکړو. چينايان غواړي د ورېښمو لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره يوځای د انسانانو د خلاقيت او نړيوال قانون ساتنه وکړي ترڅو د لمر زرينې وړانکې د يو کمربند او يوې لارې په هر ګوټ وغوړوي.))

د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيال رئيس هه لي فنګ هم د سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه، نوموړي وويل،اوسمهال د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ستونزمنه ده او د نړيوالې سوداګرۍاو پانګونې د زياتوالي سرعت هم ورو دی. چين د اقتصادي جوړښت د اصلاحاتو په لټه کې دی او پدې بهير کې يو مهم کار د نيمګړتيا او کمښت تلافي ده، ويل کيږي چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د نړيوال اقتصاد د نيمګرتيا تلافي کوي. نوموړي پدې اړه وويل:

((د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو چارو د پيل له دريو کلونو راهيسې، چين له بېلابېلو هېوادونو سره يو لړ همکاريزې پروژې پلې کړې چې ځينو يې ښې اقتصادي او ټولنيزې فايدې رامنځته کړې دي. د بېلګې په توګه د تاسيساتو د پيوست په برخه کې چيني تصديو د غوره تخنيکونو او تجربو او د کمې اصلي بيې او ښه کيفيت لرونکو توليداتو په کارولو سره د ورېښمو لارې پر غاړه له پراتو هېوادونو سره د ګړنديو سړکونو، د اورګاډو پټليو، بندرونو او داسې نورو عصري تاسيساتو په برخو کې او هم د توليدي توان په برخه کې همکارۍ کړې چې د دغو هېوادونو د کار روزګار او د خلکو ژوندانه ستونزو د حل لپاره ډېرې ګتورې دي.))

د چک پخواني صدراعظم جيري پارو بک د مېلمنو په استازيتوب د سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه هيله وښوده. نوموړي وويل، د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو اقتصادي زياتوالی به د ځايي اوسيدونکو د ژوند سويه لوړه کړي او د دغو هېوادونو د کورني وضعيت د ثبات لپاره به ګټور وي. نوموړي وويل:

(په لنډه توګه ويل شو چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي به د اروپا او اسيا د زياتو هېوادونو اقتصادي وده چټکه کړي او نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي. که خلک دسوداګرۍ ودې ته په درنه سترګه وګوري، پدې برخه کې کوښښونه وکړي او خپلې اقتصادي سمستورتيا ته پاملرنه وکړي ، نو جګړې ته به ځان ونه رسوي. دا نړۍ ته د يو کمربند او يوې لارې طرحې يو بل مهم خدمت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای