CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير:د سوريې مسئلې په اړه د امريکا نوې رويه نامسئولانه ده

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 14:38:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف د سپتمبر په ٢٦مه نېټه په يو تلويزيوني پروګرام کې وويل چې په وروستيو ورځو کې د سوريې مسئلې په اړه د امريکا نوې رويه نامسئولانه ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې لاوروف په ٢٥مه نېټه د امريکا په نيويارک کې د سوريې اوضاعو په اړه د م م د امنيت شورا په يوه بيړنۍ غونډه کې ګډون کړی و.هغه خبري رسنيو ته وويل چې په وروستيو ورځو کې لوېديځو هېوادونو د سوريې حالاتو د ترينګلتيا مسؤليت پر روسيې او د سوريې پر حکومت وغورځاوه.روسيه به په سوريه کې له ترهګريزو ډلو سره د مبارزې په اړه د امريکا د ژمنې په هکله پوره باور نه لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای