CRI Online

له جاپان سره د اړيکو د ښه والي په اړه د چين دريځ نه دی بدل شوی

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 17:56:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي څو ورځې مخکې په لنډمهالي کابينه کې وويل، جاپان د چين د سوله ييز پرمختګ هر کلی کوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره کوښښ وکړي. هغه د هر هېواد پخپل ځواک د ختيځ او جنوبي سمندر د اوسني حالت له بدل سره مخالفت څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې بايد د ډيپلوماتيکو لارو چارو په وسيله په سوله ييزه توګه شخړې حل شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ٢٧مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د شينزو ابي د وينا په وړاندې وويل، له جاپان سره د اړيکو د ښه والي په اړه د چين دريځ نه دی بدل شوی. ګنګ شوانګ له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې په عملي توګه د چين او جاپان د څلورو سياسي تړونونو او څلورو اصولو مراعات وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ هڅولو لپاره له چين سره په ګډه کوښښ وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای