CRI Online

چين هيله لري چې اړوند هېوادونه عادلانه دريځ وساتي او د جنوبي سمندر مسئلې د مناسب حل لپاره مثبت خدمتونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 22:01:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ٢٧مه نېټه وويل، هيله ده چې اړوند هېوادونه عيني او عادلانه دريځ وساتي او د جنوبي سمندر مسئلې د مناسب حل لپاره مثبت خدمتونه وکړي.

له دې مخکې د چين خبري رسنيو خبر ورکړی و چې د غيرمنسلک غورځنګ د مشرانو په ١٧مه غونډه کې د سينګاپور په شمول يو څه هېوادونو د زياتره هېوادونو له څرګند مخالفت سره سره پر دې ټينګار کړی چې د غونډې په وروستي سند کې بايد د جنوبي سمندر په اړه محتوياتو ته پاملرنه وشي. خو سينګاپور په دې وروستو کې ياد خبر رد کړ. ښاغلي ګنګ شوانګ په دې هکله د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، دا څرګند حقيقت دی چې يو څه هېوادونه غواړي په وروستي سند کې د جنوبي سمندر په اړه يو اړخيز محتويات ياد کړي، خو د غير منسلک غورځنګ زياترو غړو هېوادونو دا نه ده منلې، او په دغو محتوياتو کې د چين په شمول د جنوبي سمندر مسئلې د اړوندو خواوو ګډې نظريې شاملې نه وې. چين هيله لري چې اړوند هېوادونه د چين دريځ ته او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې تر لاسه شويو ګډو نظريو ته درناوی وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای