CRI Online

لي که چيانګ د پورتګال د بهرنيو چارو له وزير اوګوستو سيلوا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-27 18:50:12

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له کيوبا څخه تر ليدنې وروسته، د چين صدراعظم لي که چيانګ له خپلې مېرمنې چنګ هونګ سره د سپتمبر په ٢٦مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې له هاوانا څخه بيرته چين ته راستون شو او د دې سفر په ترڅ کې نوموړی د پورتګال په تسيرا ښار کې تم شو، دلته لي که چيانګ د پورتګال د بهرنيو چارو له وزير اوګوستو سيلوا سره وکتل.

لي که چيانګ وويل، پورتګال په اروپايي ټولنه کې د چين ښه دوست دی. په دې وروستيو کلونو کې د چين او پورتګال تر منځ اړيکو نوی پرمختګ تر لاسه کړی دی. چين غواړي له پورتګال سره سياسي باور او متقابل تفاهم پياوړی کړي او عملي همکاري لا نوره ژوره کړي.

ښاغلي سيلوا وويل، د پورتګال او چين تر منځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي. پورتګال د چين پانګونې ته ډېره پاملرنه کوي او هيله لري چې د انرژۍ، بنسټيزو تاسيساتو او د توکيو د حمل ونقل په شمول ځينو برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای