CRI Online

د چين د اقتصادي سيالۍ توان په نړۍ کې ٢٨م مقام نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2016-09-28 12:08:58

د نړيوال اقتصاد فورم چې مقر يې په ژنيو کې پروت دی،د روانې مياشتې د ٢٨مې نيټې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠١٧ کاله پورې د نړيوالې سيالۍ توان راپور خپور کړ چې له مخې يې په تېرو دريو کلونو کې په دې برخه کې چين په نړۍ کې ٢٨م مقام نيولی او د بريکس هېوادونو د نورو هېوادونو څخه مخکې دی.

ياد راپور د نړيوال اقتصاد فورم تر ټولو مهم کلنی راپور ګڼل کيږي او د بېلا بېلو هېوادونو مقامونه په ٢٠٠٤ کال کې د نړيوالې سيالۍ توان د ګراف پر بنسټ ټاکل کيږي او دغه راپور په نړۍ کې د يوسل اته دېرشو اقتصادي ډلو تر تحليلولو وروسته خپور شو چې له مخې يې په دې برخه کې سويس په تېرو اتو کلونو کې لومړی مقام ساتلی او سينګاپور او امريکا په جلا جلا توګه دوهم او درېيم مقامونه نيولی دی.

دغه فورم دې ته اشاره وکړه چې که څه هم اروپايي هېوادونو لاهم مخکني لس مقامونه نيولي،خو د جنوبي او شمالي اروپايي هېوادونو ترمنځ واټنونه نه دي له منځه يووړل شوي.

د دې راپور له مخې چين په مسلسل درېيم کال کې ٢٨م مقام نيولی او د بازاري پيمانې،عمومي اقتصادي چاپيريال ،روغتيا او ابتدايي ښوونې په برخو کې يې لوړه ارزونه تر لاسه کړې ده.خو د پيسو راغونډولو،د تګلارو د ثابت ساتلو ،د حکومتي اورګانونو د کاري موثريت او د پيسو پړسوب په برخو کې يې لاهم ډېرې مسئلې موجودې وې.له نورو بريکس هېوادونو څخه هند،روسيې او جنوبي افريقا په جلا جلا توګه نهه دېرشم ،درې څلوېښتم او اووه څلوېښتم مقامونه نيولي دي.

په عربي نړۍ کې د انرژيو بيې د ټيټوالي له امله د سيالۍ توان پياوړتيا يوه بېړنۍ دنده ده.په دې راپور کې راغلي چې په دې سيمه کې ټول انرژي صادرونکی هېوادونه بايد خپل څو اړخيز اقتصاد ته پرمختګ ور کړي.سربېره پردې روندا د صحرا په جنوب کې له افريقايي هېوادونو څخه يو داسې هېواد دی چې پرمختيايي انډول يې ډېر شوی دی او دوه پنځوسم مقام يې نيولی دی.خو په دې برخه کې د نورو افريقايي هېوادونو مقامونه وروسته پاتی دي.

دغه راپور داسی حالت په ګوت کړی چې په تېرو لسو کلونو کې د بېلا بېلو اقتصادي ډلو خلاصه کچه ټيټه شوې ده چې دا پر نړيوال اقتصاد او نوښت يې اغيزه کړې ده.د دې راپور د شمېرنې له مخې په تېرو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيايي انډول ټيټوالي له امله بېلا بېل عايدات لرونکي هېوادونه اغيزمن شوي دي چې عمده لامل د غير ګمرکي مالياتو د ستونزو له زياتوالي سره تړاو لري.د نړيوال اقتصاد فورم جوړونکي او اجرائيوي رئيس کلاس سواب وويل چې د نړيوال اقتصاد د خلاصې کچې ټيټوالي د بېلا بېلو هېوادونو د سيالۍ توان ته زيانونه رسولي چې له امله يې د مختلفو هېوادونو مشران د دواملرونکي پرمختګ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

په دې راپور کې همدارنګه ويل شوي چې د هغو اقتصادي ډلو په پرتله چې مقامونه يې مخکني دي،د وروسته پاتې اقتصادي ډلو له خوا نيول شويو اقتصادي تدبيرونو ښې پايلې نه دي تر لاسه کړي.داسې ښکاريږي چې د يوه هېواد د سيالۍ غښتلی توان د پيسو خوځښت تدبيرونو د ښو پايلو تر لاسه کولو لپاره يو مهم شرط دی.

په دې راپور کې د پرمختيا په ابتدايي پړاو کې د پاتی شويو هېوادونو بېړنۍ دندې يادې شوي دي.که څه هم بنسټيز تاسيسات، طبي شرايط، ښوونه او عادي بازاري چاپيريال د يوه هېواد د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دی، خو د نړيوالۍ سيالۍ توان له ګراف څرګنديږي چې تخنيکونه، پوخ سوداګريز چاپيريال او نوښت د يوه هېواد د سيالۍ توان او پرمختايي انډول د لوړوالي لپاره لانور مهم دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای