د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٢٨مه نېټه د اروپايي ټولنې کميټې د کډوالو چارو په اړه يو راپور خپور کړ.د دې کميټې د هغې موخې له مخې چې يو کال نه مخکې ټاکل شوې وه،د اروپايي ټولنې غړی هېوادونه بايد په دوو کلونو کې يو لک او شپېته زره کډوال ځای پر ځای کړي.خو د ياد راپور د شمېرنې له مخې د ٢٠١٥ کال له اکتوبر مياشتې د روان کال تر سپتمبر پورې دغو غړو هېوادونو له ايټاليې او يونان څخه پنځه زره شپږ سوه يو پنځوس تنه او د ترکيې په شمول له نورو هېوادونو څخه لس زره شپږ سوه پنځه نوي تنه کډوال انتقال او ځای پر ځای کړي چې دغه شمېر له ټاکلي موخې څخه ليری واټن لري.د دې کميټې د کډوالو چارو چارواکي ديميتريس اوراموپولوس په يوه خبري ناسته کې له غړو هېوادونو څخه يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې له اروپايي ټولنې سره همکاري وکړي او تر خپلې وسې پورې په دې برخه کې لازياتې دندې پر غاړه واخلي.هغه وويل (اواز..........)يووالی نه يوازې اخلاقي اصول بلکې د اروپايي ټولنې د اساسي قانون له مخې د غړو هېوادونو په مقابل کې قانوني غوښتنه هم ده.پر غړو هېوادونو مې يو ځل بيا غږ کوم چې له اروپايي ټولنې سره همکاري وکړي او د خپلو کارپوهانو په ليږدولوسره په ايټاليا او يونان کې پاتی شوي کډوال انتقال کړي.د يادونې خبره دا ده چې د کډوالو بحران د ايټاليې او يونان مسئله نه ده بلکې د اروپايي ټولنې پر وړاندې ننګونه ده، نو دا د ارواپايي ټولنې غړو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري.
د کډوالو بحران له رامنځته کېدو راهيسې د اروپايي ټولنې په سرحدي ادارې کې د کارکوونکو د کمښت له امله ګڼ شمېر کډوال لاهم په پر له پسې ډول شنګن سيمې ته ننوتلي چې د ځينو شنګن هېوادونو سرحدي کنترول اعاده شوی دی.د روان کال په مې مياشتې کې د اروپايي ټولنې شورا اعلان وکړ چې د اطريش ، المان، ډنمارک،سويډن او ناروې له خوا نيول شوي لنډمهالي سرحدي تدبيرونه به د نورو شپږو مياشتو لپاره وغځيږي.دغه چارواکي وويل چې له دغو تدبيرونو داسې نه ښکاري چې د شنګن سيمه له سختو ګواښونو سره مخامخ ده،خو په ورته وخت کې هغه هيله هم وښودله چې نوموړي هېوادونه دې ژر تر ژره د کډوالو په اړه تدبيرونه له منځه يوسي.هغه وويل (اواز........)په دې راپور کې مو د اطريش ،المان، دنمارک، سويډن او ناروي په شمول د لنډمهالي سرحدي تدبيرونو په باب معلومات وړاندې کړل.تاسې ټولو ته وايم چې هغه سرحدي تدبيرونه چې نه دي لغوه شوي،د سنګن له مقرراتو سره سمون لري ،نو د اروپايي ټولنې کميټه په دې اند ده چې د اړوندو مقرراتو تعديل لازم نه دي ،خو هيله لرو چې ټول لنډمهالي سرحدي تدبيرونه په اخر کې په پوره توګه لغوه شي .
د روان کال په مارچ مياشت کې ترکيې له اروپايي ټولنې سره يو تړون لاسليک کړ او پردې يې موافقه وکړه چې د اروپايي ټولنې سمندري او ځمکني سيمو ته د نويو کډوالو د ننوتلو د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.د دې ترڅنګ د دې تړون له مخې به اروپايي ټولنه د کډوالو د بشري حالاتو د ښه والي لپاره ترکيې ته درې مليونه يورو ور کړي. خو د روان کال په دوبي کې د ترکيې په دننه کې د پوځي کوديتا له امله له اروپا سره اړيکې ترينګلې شوي دي،خو د دې راپور له مخې د ترکيې او اروپا ترمنځ تضاد د کډوالو چارو پر پرمختګ اغيزه ونه کړه چې اروپايي ټولنې ته د تلوونکو کډوالو شمېر اوس ترکنترول لاندې دی.
نوموړي وويل چې که څه هم د کډوالو چارې له بېلا بېلو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي،خو اروپايي ټولنې په دې برخه کې څرګند پرمختګ کړی او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي.هغه وويل (اواز........) د يوې واحدې ډلې په توګه اروپايي ټولنه د کډوالو په چارو کې څرګند پرمختګ کړی ، خو لازيات بېړني کارونه بايد تر سره شي او غړي هېوادونه دې خپلې دندې پر غاړه ولري.
0929ss
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |